ټاکل شوې سبا د هند د کرکټ غوره ليګ سياليو لسم پړاو پيل شي.
دغه ليګ د نړۍ په کچه د کرکټ تر ټولو غوره ليګ بلل کېږي، چې د ټولې نړۍ لوبغاړي په کې لوبېږي.
د لومړي ځل لپاره په دې ليګ کې له افغانستان څخه هم دوه لوبغاړي راشد خان او محمد نبي اخيستل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکى راشد خان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو او محمد نبي په ۴۰ لکه هندي کلدارو د دغه ليګ سنرايزرز حيدراباد لوبډلې اخيستي دي.
په دې ليګ کې د هند ۸ لوبډلې ممبيي انډينز، رويال چلنجرز بنګلور، سنرايزرز حيدراباد، ګجرات لاينز، رايزېنګ پونې سوپر جاينټ، ډېلي ډرېډېويلز، کېنګز الېون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز لوبېږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټه يې د کرکټ غوره لوبغاړي پېرلي دي.
د هند د کرکټ غوره ليګ د اصولو له مخې، بايد هره لوبډله په يوه لوبه کې څلور بهرني او اووه کورني لوبغاړي ولوبوي.