ads

په ټولنيزو رسنیو انلاین پېر او پلور زیات شوی

په کندهار ولایت کې د ټولنيزې شبکې فېسبوک له لارې د توکو پیر او پلور زیات شوی او دغه بهیر د خلکو لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396
په ټولنيزو رسنیو انلاین پېر او پلور زیات شوی

په کندهار ولایت کې د ټولنيزې شبکې فېسبوک له لارې د توکو پیر او پلور زیات شوی او دغه بهیر د خلکو لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
که څه هم په افغانستان کې انلاين پیر او پلور نوې خبره ده، خو اوس اوس په یو شمېر ټولنيزو شبکو کې ګڼې داسې پاڼې او ګروپونه رامنځته شوې دي چې له لارې يې پير او پلور ترسره کېږي.
په فېسبوک کې د یوه کندهاري ځوان له لوري د ګرم بازار په نوم د يوه ګروپ جوړول د دغه کاروبار يوه ښه بېلګه ده او اوس د دې ګروپ له لارې په سلګونو کسان هره ورځ توکي رانيسي یا هم پلوري.
د دې ګروپ جوړوونکی ستار هوتکي چې تر دې وړاندې يې د تکنالوژۍ په برخه کې نور ګټور کارونه هم کړي دي وايي، د ټولنې اړتياوو او د نړۍ چټک پرمختګ ته په کتو يې د دغسې يوه ګروپ جوړولو تابیا وکړه. نوموړی وايي، اوس د دغه ګروپ له لارې خلک کولای شي هر ډول توکي ومومي او وپېري.
هوتکي زياتوي، په ډېر کم وخت کې په دغه ګروپ کې ډېرو کسانو ګډون وکړ او اوس له دې لارې د خپلې خوښې او غوښتنې سره سم توکي پېري او پلوري.
د ګرم بازار ګروپ د اصولو له مخې له پېر او پلور پرته پکې بل پوسټ نه شي کېدای.
ستار هوتکي وایی، د ګرم بازار ګروپ کې د ګډونوالو شمېر په ۳۵ ورځو کې ۴۶ زرو ته ورسېد او په یوه ورځ کې پکې شاوخوا ۴۰۰ معاملې ترسره کېږي: ((کله چې خلک يو څه ته اړتیا ولري او ونه شي کړای د هغه نوی ډول راونيسي نو اړ دی چې په مستعمل توکي پسې وګرځي، له بل لوري ځينې کسان کورونو کې داسې څه لري چې اوس ترې استفاده نه کوي او هسې ورسره اېښي دي، د ګرم بازار ګروپ کې دغه توکي ليلاموي او اړتیا لرونکی کس يې د اخستلو تابیا کوي، ښايي د دغه توکي اصلي بیه دوه یا درې زره افغانۍ وي، خو ښايي دې ګروپ کې يې مستعمل ډول په ۳ یا ۴ سوه راونيسي.))
له بل لوري د دغه ګروپ ګډونوال هم د ستار هوتکي له دې نوښت خوښ دي او وايي، کله يې چې دغه ګروپ کې ګډون کړی ګڼې اړتیاوې يې پوره شوې دي او د خوښې وړ توکي يې پېرلي دي.
دوی زياتوي، ددې تر څنګ يې هغه توکي هم د دغه ګروپ له لارې پلورلي دي چې اړتیا يې ورته نه لرله او هسې په کور کې ورسره اېښي وو. دوی وايي، په افغانستان کې باید انلاین پېر او پلور زيات شي او دغه پروسه باید پرمختګ وکړي.
د دغه ګروپ يو ګډونوال رفیع امیري وايي، یوه ملګري يې چې بهر کې اوسېږي، د داسې افغاني غالۍ کیسه اورېدلې وه چې د ټولې نړۍ نقشه پرې رسم شوې وه، خو پیدا کولای يې نشوای او نه پوهېده له کوم ځایه يې وپېري: (( دغه غالۍ یې بالاخره د ګرم بازار ګروپ له لارې پیدا کړه او ماته يې وویل چې په هر څو وي راته ويې پېره او ماته يې راولېږه.))
د دې تر څنګ د ګرم بازار ګروپ بل ګډونوال نصير روښان وايي، د دغه ګروپ له لارې يې ډېر توکي پېرلي او پلورلي دي: ((ګرم بازار کې توکي ډېر ارزانه موندل کېږي، هغوی چې بازار ته لاسرسی نه لري یا یو څه بازار کې نه شي موندلی ښايي، دغه ګروپ او ورته ګروپونه ښه مرجع وي چې له لارې يې توکي پیدا او وپېري، هوتکي صیب لوی کار کړی چې دغه ډول مهم ګروپ يې جوړ کړی دی.)) د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې په ټولنيزو شبکو ځانګړي ډول فېسبوک کې دغه ډول نور ګروپونه او پاڼې هم جوړې شوې دي او له لارې يې پېر او پلور ترسره کېږي چې خلکو ته يې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA