په لغمان كې پنځه بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او د يكشنبې په ورځ د دې ولايت د والي او ځينو نورو مسوولينو له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ګټې اخيستنې ته د دغو پروژو د سپارلو په مهال وويل، چې ولسونه بايد د پروژو په ساتنه کې پوره ونډه واخلي، د ملي شتمنيو او ټولګټو ځايونو ساتنه خپله فريضه او وجېبه وګڼي.
د هغه په وينا، پر دې پنځو پروژو نږدې ۳۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
د يادو پروژو په تطبيق سره نه يوازې دا چې زرګونه کورنۍ د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شوې، بلکې ۱۲ زره جريبه کرنيزه ځمکه يې د اوبه خور تر درست او منظم سيسټم لاندې هم راوسته او ترڅنګ يې ۲۷ زره کورنۍ له ګټې په مستقيم او غير مستقيم ډول برخمنې شوې.