د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواكي وايي، چې سږ كال به د كابل ښار بېلابېلو سيمو كې شاوخوا ۷۰ زره نيالګي كېنول شي.
د دې وزارت د طبيعي سرچينو عمومي رييس محمد رفيق قاضي زاده نن كليد ته وويل، چې دغه نيالګي د زرغون كمربند پروژې له لارې په پايتخت كې كېنول كېږي.
د هغه په وينا، د يادې پروژې اساسي هدف خلكو ته سالمه كار موندنه او په كابل كې د زرغون چاپېريال پراختيا ده.
قاضي زاده زياته كړه، چې د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت به په پسرلي كې ۲۰ زره او په مني كې شاوخوا ۵۰ زره نيالګي په ۱۵۰۰ هكټاره ځمكه كې كېنوي.
د يادونې وړ ده، چې تېر كال د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري په كابل كې نږدې ۱۵۰ زره نيالګي كېنول شوي وو.
د دې وزارت چارواكي وايي، چې تر راتلونكو لسو كلونو به د كابل ښار په ټولو سيمو كې نيالګي كېنول شي.