د هلمند والي په ګرشک په ولسوالۍ کې د ملکي وکړو وژل کېدل ومنل او ژمنه يې وکړه چې په دې هکله به پلټنې وکړي.
حیات الله حیات د دوشبنې په روځ د يوې خبري ناستې پر مهال تاييد کړه چې د شنبې په شپه د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.
حیاتالله حیات وویل، په دې اړه څېړنې کوي، چې څنګه د پېښې له ځایه لرې یو کور پر ملکي کسانو نړېدلی دی او مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایتي شورا هم په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هلمند د ولایتي شورا رييس حاجي محمد کریم اتل وايي، د افغان ځواکونو لخوا د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او همدا لامل دی، چې د ملکي کسانو تلفات ډېر شوي دي.
په هلمند کې دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، بلکې نږدې دوه میاشتې وړاندې هم ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وو.