ads

د ملي اردو له امکاناتو ناوړه ګټه اخيستل کېږي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملي اردو له امکاناتو ناوړه ګټه اخيستل کېږي او د دوی لپاره ټاکل شوې اعاشه او اباطه هم د یو شمېر چارواکو شخصي جېبونو ته ځي چې د دوی په خبره دغه چاره د سرتېرو په روحيه ناوړه اغېز کوي او د ناامنیو د ډېرېدو سبب کېږي.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396
د ملي اردو له امکاناتو ناوړه ګټه اخيستل کېږي
Newly graduated Afghan National Army officers watch a dance band after their graduation ceremony in Kabul May 7, 2009. REUTERS/Ahmad Masood (AFGHANISTAN MILITARY)

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملي اردو له امکاناتو ناوړه ګټه اخيستل کېږي او د دوی لپاره ټاکل شوې اعاشه او اباطه هم د یو شمېر چارواکو شخصي جېبونو ته ځي چې د دوی په خبره دغه چاره د سرتېرو په روحيه ناوړه اغېز کوي او د ناامنیو د ډېرېدو سبب کېږي.
د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو اوسیدونکي احمد ګل کلید ته وویل، هره ورځ په خپلو سترګو ګوري چې د ملي اردو له بېسونو او پوستو په رڼا ورځ په دولتي موټرونو کې تېل ایستل کېږي او پلورل کېږي.
نوموړی وايي، تر اوسه پورې کشفي او استخباراتي ارګانونه نه دي توانیدلي چې د دغه فساد مخه ونیسي: ((د ملي اردو تېل ښه ښکاره په تورخم او قول اردو کې خرڅېږي، هېڅوک يې غم نه خوري، ملي امنیت يې هم تر اوسه مخه نه ده نيولې، نه پوهېږو چې ولې يې مخه نه نيسي؟))
له بل لوري د نظامي په نوم د ننګرهار یوه اوسېدونکي کلید ته وویل، تر ډېره د ملي اردو په لیکو کې فساد او ورانکارۍ ته هغه کړۍ لمن وهي چې په یو ډول نه یو ډول د حکومت له وسلهوالو مخالفينو سره خواخوږي لري.
نوموړی زیاتوي، که چېرې د ملي اردو په لېواګانو او کنډکونو کې وړ او پوه کسان په دندو وګمارل شي، شونې ده چې د دغه فساد مخه ونيول شي: ((بس هر چېرې چې ناپوهه او خاین کس ټاکل شوی وي، هغه داسې کړنې کوي، خو انشاالله زموږ هېواد به خدای جوړ کړي او دا غله کسان به خدای ورک کړي.))
په همدې حال کې د ملي اردو یوه سرتېري هم د نوم نه اخیستو په شرط کلید ته وویل چې له مرکز ورته ټاکل شوي امکانات په هغه ډول نه ورکول کېږي چې ورته لېږل کېږي او ورپسې ليکل کېږي.
نوموړی زیاتوي، دوی د هېواد او ولس لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، خو هغه کسان چې د دوی حق خوري، یوه ورځ به خدای او ملت ته ځواب ورکړي: ((موږ به د خپل ولس او خاورې خدمت کوو، دا ستونزې خو شته دي او زموږ ډیری حقونه نور خلک خوري، خو خیر خدای ته به ځواب ورکړي.))
له بل لوري بیا د ملي اردو چارواکي نه مني، چې د دوی په لیکو کې دې د کوم سرتېري سره ظلم شوی وي او يا دې يې حق خوړل شوی وي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وويل، چې له دفاع وزارت څخه ورته ورکړل شوي ټول امکانات یې خپلو قرارګاوو او سرتېرو ته په واک کې ورکړي او هېڅ ډول غیرقانوني کړنې ورته د منلو نه دي.
فقیري زیاتوي، که هر څوک کره اسناد په لاس کې ولري، چې د ملي اردو تېل، اعاشه او اباطه دې حیف او میل کیږي، نو له دوی سره دې يې شریک کړي چې په اړه قانوني کړنې ترسره شي: ((زموږ په لیکو کې دا ډول هېڅ پېښې نشته، دلته هر څه چې له وزارت رالېږل شوي، موږ سرتېرو ته په واک کې ورکړي او که هر څوک په دې اړه کره اسناد ولري، چې د اردو له تېلو او نورو امکاناتو ناوړه استفاده کیږي، نو موږ سره دې يې شریک کړي چې تورن د قانون منګولو ته وسپارو.))
د ملي اردو له تېلو او نورو امکاناتو د ناوړه ګټې اخيستنې راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې په لویه کچه هم د ملي اردو د تېلو په قراردادونو کې د فساد راپورونه ورکړل شوي دي.
د پوځي چارو د کارپوهانو په خبره، که چېرې د ملي اردو چارواکي د هېواد روان بحراني وضعیت او کاواکه اقتصاد ته وګوري، ښايي زړه ښه نه کړي چې د دوی له لوري يا د دوی تر واک لاندې کړيو کې د فساد دغه ډول زمينې رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA