ads

د څرګند غبرګون اړتیا

په داسې حال کې چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د لګښتونو د څارنې ادارې په ځلونو د افغان حکومت په بېلا بېلو ادارو کې د فساد په تړاو راپورونه خپاره کړي دي، خو افغان حکومتي ادارو له کومو څېړنو پرته دغه راپورونه يو مخ رد کړي دي.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
د څرګند غبرګون اړتیا
سیګار

په داسې حال کې چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د لګښتونو د څارنې ادارې په ځلونو د افغان حکومت په بېلا بېلو ادارو کې د فساد په تړاو راپورونه خپاره کړي دي، خو افغان حکومتي ادارو له کومو څېړنو پرته دغه راپورونه يو مخ رد کړي دي.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څارنې د ځانګړې ادارې یا سيګار مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت نازک دی او لا هم په دغه هېواد کې اداري فساد او ناامني په اوج کې ده.
نوموړي ټينګار کړی چې افغانستان اداري فساد او ناامنۍ لاندې کړی دی، نوموړي د افغانستان امنيتي چارواکي د نړۍ فاسدترين چارواکي بللي دي.
دا په افغانستان کې د فساد په تړاو د جان سوپکو او د هغه د ادارې سيګار لومړی راپور نه دی، بلکې په ځلونو يې په افغانستان کې له پراخ فساد پرده پورته کړې ده، خو ډېری وخت د افغان حکومتي چارواکو له لوري دغه ډول راپورونه رد کړای شوي او یو مخ ناسم بلل شوي دي.
دا چې په تېره یوه نيمه لسيزه کې اداري فساد په افغانستان کې یوه ستره ستونزه ده، په دې کې هېڅوک شک نه لري، خو پوښتنه دا ده چې ولې هر ځل د افغان چارواکو له لوري دغه ډول راپورونه یو مخ ناسم بلل کېږي او د اړوندو چارواکو له لوري رد کړل شوي دي.
که څه هم دا ځل دفاع وزارت ويلي چې هڅه کوي، د دغه وزارت په لیکو کې د فساد مخه ونيسي، خو په ځلونو دغه راپورونه د اړوندو ادارو له لوري رد شوي دي.
امريکا د افغانستان یو مهم ستراتېژيک او امنیتي ملګری هېواد دی او سيګار هم د افغانستان لپاره د امريکا د بیارغونې لپاره د لګښتونو ځانګړې څارونکې اداره ده. که چېرې دغه اداره یو مخ ناسم راپورونه جوړوي نو ولې افغان حکومت په لویه کچه دغه موضوع له امريکايي لوري سره نه شريکوي او نه ترې غواړي چې د دغه ادارې دا ناسم راپورونه بند کړي.
خو که خبره داسې نه وي او هغه څه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د لګښتونو څارونکې اداره وايي سم وي، نو بیا ولې له دغه راپورونو د وضعیت په ښه کولو کې ګټه نه اخلي.
له دې کبله افغان حکومتي ادارو ته ښايي چې د بېړني غبرګون پر ځای د سيګار هر راپور راواخلي او د هغه په تړاو څېړنه وکړي، د دغه راپورونو ټکی ټکی وارزوي که چېرې يې وموندل چې رښتیا په هغو ادارو او چارواکو کې چې سیګار ورته اشاره کړې ستونزه ده، نو له ځنډ پرته دې د دغه ادارو او چارواکو د اصلاح لپاره لاس په کار شي او د سيګار له دغه راپورونو دې استفاده وکړي او که داسې نه وي او دغه راپورونه ناسم وي، د افغانستان حکومت ته ښايي چې دغه موضوع په جدي ډول له امريکايي چارواکو سره شريکه کړي او له هغوی وغواړي چې د سيګار د دغه ناسمو تبليغاتو مخه ونيسي.
ځکه اوس مهال افغانستان له یوه حساس پړاو تېرېږي، جګړه ورځ په ورځ شدت اخلي او تر دې مهاله هم دغه هېواد د بهرنیو هېوادونو په مرستو متکي دی. په داسې حال کې چې افغان سرتېري د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي، د جان سوپکو په وروستیو څرګندونو کې تر ډېره د افغانستان په دفاع وزارت کې فساد ته ګوته نیول شوې، دغه څه کولای شي، په جګړه کې د بوختو سرتېرو په مورال ناوړه اغېز وکړي او په ټوليز ډول د افغان حکومت دفاعي کرښه کمزورې کړي.
له بل لوري د نړیوالې ټولنې له یوې نيمې لسيزو مرستو او کار وروسته هم افغانستان پر بهرنیو مرستو متکي هېواد دی او که په افغان ادارو کې د فساد دغه ډول راپورونه ورکول کېږي او سم هم نه وي ښايي، له افغان حکومت سره د بهرنیو هېوادونو په مرستو ژور اغېز ولري او بیا نړیوال زړه ښه نه کړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
همدا اوس د افغانستان ډېره برخه عادي او پراختيايي بودجه له نړیوالو مرستو تموېلېږي او په بېلا بېلو برخو کې د نړیوالو مرستې مهم رول لري. دغه راز په وروستیو نړیوالو کنفرانسونو کې هم له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزې مشروطې شوې دي. نو په داسې یوه حالت کې که سيګار ناسم راپورونه خپروي، له شک پرته چې پر وضعیت ناوړه اغېز کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA