ads

د ننګرهار اوسېدونکي له بې کیفیته درملو شکایت کوي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي، هغه درمل چې له بهره افغانستان او په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت ته واردېږي، کیفیت يې خورا ټیټ او د حکومت له لوري يې هم څارنه نه کېږي. دوی وايي، د درملو سوداګر هم یوازې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي، خو د خلکو ژوند ته پام نه کوي او د بې کیفیته درملو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
د ننګرهار اوسېدونکي له بې کیفیته درملو شکایت کوي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي، هغه درمل چې له بهره افغانستان او په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت ته واردېږي، کیفیت يې خورا ټیټ او د حکومت له لوري يې هم څارنه نه کېږي. دوی وايي، د درملو سوداګر هم یوازې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي، خو د خلکو ژوند ته پام نه کوي او د بې کیفیته درملو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
دوی له دولت غوښتنه کوي چې د دا ډول درملو د مخنیوي په هدف دې کوټلي ګامونه واخلي او د بې کیفیته درملو د وارداتو مخه دې ونيسي.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي حاجي شمس الدين کلید ته وویل، کله چې درمل اخلي، کیفیت يې خورا ټیټ وي: ((سوداګر یوازې خپله ګټه په پام کې نيسي، د خلکو خیال نه ساتي، حکومت باید د بېکیفیته درملو مخه ونيسي.))
د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی سبحان الله وايي، حکومت باید ټول هغه درمل وګوري چې افغانستان ته راواردېږي او که چېرې يې کیفیت ټیټ وي، باید مخه يې ونيسي. د ننګرهار پوهنتون محصل قطار ظفري بیا وايي چې هېواد ته بېکیفیته درمل له قانوني لارو نه بلکې په قاچاقي ډول راوړل کېږي، خو نوموړی وايي، حکومت يې مخنیوی نه دی کړی: ((تقریبا یوه میاشت مخکې پکتیا ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري دا ډول درمل نیول شوي وو؛ خو له بده مرغه د څو روپیو په بدل کې بېرته خوشي شوي وو او بیا هماغه درمل په درملتونونو کې په عامو وګړو پلورل کېدل.)) دغه راز د لغمان ولایت اوسېدونکی محمد ناصر د دا ډول درملو واردات اداري فساد بولي او وایي، چې دولت تل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ټټر وهلی؛ خو تر دې دمه یې په دې برخه کې د مبارزې څرک نه لیدل کېږي: ((موږ هر وخت له راډیو او ټلوېزیون اورو چې د اداري فساد په وړاندې کلکه مبارزه روانه ده؛ خو مونږ نه پوهېږو چې فساد څه ته وایي، د روغتیا او درملو برخې ته پام نه کېږي؛ نو دا مبارزه له چا سره او څه ډول ده؟))
له بل لوري د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواری هم په ښار کې د بېکیفیته درملو شتون تاییدوي او وایي، چې ډېری دغه بېکیفیته درمل په غیر قانوني او قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېږي: ((د خلکو خبرې رښتیا دي، موږ هم ترې پوزې ته راغلي یو، حتا په شخصي درملتونونو يې د خلکو باور کم کړی دی، شل یا دېرش فیصده درمل که له قانوني لارو راشي، نور ټول په غیرقانوني ډول راوړل کېږي.))
اخوا د ننګرهار د درملو د سوداګریزو شرکتونو د ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده بیا نه مني چې دوی هېواد ته بېکیفیته درمل واردوي. نوموړی وايي، ټول هغه شرکتونه او کمپنۍ چې هېواد ته درمل واردوي، ثبت او راجستر دي او نه شي کولای هېواد ته بې کیفیته درمل وارد کړي: ((په ټوليز ډول د شرکتونو د بېکیفیته درملو واردول ردوم، که په سلو کې ۵٪ یا ۱۰٪ دغه ستونزه وجود لري، امکان يې شته او د هغه په اړه هم دلایل وجود لري او هغه کمپنۍ چې ثبت او راجستر نه دي نه شي کولای درمل وارد کړي، بیا که ثبت هم نه وي، تر هغې له ګمرک نه تېرېږي چې کیفیت او تاریخ يې ونه کتل شي.))
صاحب زاده زیاتوي، په دې برخه کې د امریکا د جان هوپ پوهنتون او د کاناډا د یوې څېړنيزې ادارې له لوري سروې ترسره شوه چې ۹۲ په سلو کې يې پایلې مثبتې وې او درمل باکیفیته وو.
خو نوموړی د بېکیفیته درملو شتون په مطلق ډول نه ردوي او وايي، ځینې سوداګریزې مافیایي ډلې شته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره هېواد ته بېکیفیته درمل واردوي: ((مافیا شته چې هغه د درملو له سکتور سره تړاو نه لري، په ډېرو مواردو کې موږ تقلبي اجناس نیولي او درغلګر کسان مو دولت ته سپارلي دي. زموږ د ټولنې کمیسیون څارنه کوي، تقلبي او دویم نمبر درمل چې شکایت ترې شوی وي، هغه موږ له بازاره ټولوو.))
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له پر له پسې هڅو سره سره يې د نظر په اخستو بريالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA