ads

په کرنیز سکټورکې د ښځو زیاته ونډه

که څه هم تر دې وړاندې هم په کلیوالي ژوند کې تل ښځو له خپلو نارينهوو سره د کرنې په کارونو کې مرسته کړې، خو په وروستیو کلونو کې ښځو په خپلواک ډول هم د کرنې په برخه کې پرمختګ کړی دی.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
په کرنیز سکټورکې د ښځو زیاته ونډه

که څه هم تر دې وړاندې هم په کلیوالي ژوند کې تل ښځو له خپلو نارينهوو سره د کرنې په کارونو کې مرسته کړې، خو په وروستیو کلونو کې ښځو په خپلواک ډول هم د کرنې په برخه کې پرمختګ کړی دی.
سږ کال د بزګر مېلې په مناسبت په جوړ شوي نندارتون کې ښځو هم په پراخ ډول ګډون وکړ او خپل کرنيز محصولات يې نندارې ته وړاندې کړل. په دغه نندارتون کې د ښځو کرنيزو محصولاتو او لاسي صنایعو ته ۲۴ غرفې ځانګړې شوې وې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت چارواکي هم ټینګار کوي چې اوس مهال د کرنې په پرمختيايي پروګرامونو کې د ښځو ونډه زياته شوې او په تېرو دوو کلونو کې دې چارې ته ځانګړې پاملرنه شوې.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير وايي، په ۱۳۹۵ لمريز كال كې د ټول هــېواد په كــچــه يــو لک او ۱۲زره ښــځــې د
بېلا بېلو كرنيزو پــروګـــرامونو لكه د كورنيو باغچو روزلو، په كورونو كې د كوچنيو سړو خونو جوړولو، د چرګانو د روزنې فارمونو، د شيدو وركوونكو وزو فارمونو، د زعفرانو كر او د لبنياتو د پروسس او بسته بندۍ په برخو كې روزل شوې او د اړتيا وړ وسايلو مرسته هم ورسره شوې ده.
د كرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير زياته کړه، تېر كال يې د ښځو لپاره له ۱۰۰ تر ۵۰۰ چرګوړو په ظرفيت۱۱۰ نيمه سوداګريز فارمونه، د چرګانو د روزلو۷۶۶۰ كوچني فارمونه او په كور دننه ۲۵۰۰ كوچنۍ سړې خـــونــې جــوړې كــــړې دي: ((۳۷زره او ۳۰۰ باغچې مو کورونو او ۲۰۰ مو ښوونځیو کې جوړې کړې دي.))
ضمیر زیاتوي، روان کال به د كرنې په برخه كې د ښځو ونډه لا پراخه كړي او په همدې هدف به د هېواد په ۲۸ ولايتونو كې ۳۹زره كورني باغونه يا باغچې او په ۲۴ ولايتونو كې نږدې ۸زره او ۷۰۰ د هګيو كوچني فارمونه او ۲۵۰۰ سړې خونې جوړې کړي.
نوموړی زياتوي، روان کال به دغه راز د هېواد په ۲۲ ولايتونو كې د مېوو وچولو او د سبو پروسس۶۳۰۰ وسيلې ووېشل شي او ۶۶۶۶ تنو ښځو ته به د چرګانو د روزلو په برخه كې فني زدهكړې وركړل شي.
د كرنې وزارت له لوري د ښځو د ځان بسياينې هڅې په داسې حال كې روانې دي چې اوس هــمګـــڼ شــمــــېر ښــــځــې د كـــرنـــې پـــــه
بېلا بېلو برخو كې په كار بوختې دي او د خپل کورني اقتصاد په غښتلي کولو کې يې مهم رول لوبولی دی.
د كابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يوه تنه بزګره فريده د همدې ښځو له ډلې ده چې د اقتصادي ستونزو له کبله يې يوه كوچنۍ كورنۍ باغچه جوړه كړه، خو اوس مهال په خپل کار کې هومره غښتلې شوې چې د کورنیو باغچو د جوړولو په برخه کې پنځه نورې کاري ډلې يې تر لاس لاندې کار کوي.
فريده وايي، په ژوند کې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي، خو اوس تر يوې کچې په ځان بسيا شوې: ((په یوه جريب ځمکه کې مې سابه کرلي دي، ددې تر څنګ د مالدارۍ او شاتو د مچيو فارمونه هم لرم، د خپلو ماشومانو د ښوونځي او کورسونو لګښتونه زه ورکوم او د خپل کورني اقتصاد په پیاوړي کولو کې مهم رول لرم.)) فريده د كرنې له وزارت منندويه ده چې د كار زمينه يې ورته برابره كړې او ترې ملاتړ کوي.
د كرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د كرنې په برخه كې د ښځو ونډه له یوه لوري کورنی اقتصاد پیاوړی کوي له بل لوري د کورنۍ غړو ته د ښې تغذيې زمينه برابروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA