ads

ننګرهار کې د هډې موزيم د بيا رغولو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هډې تاریخي موزیم د چهار دېوالۍ چارو د ترسرکېدو د بنسټ ډبره یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودله.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
ننګرهار کې د هډې موزيم د بيا رغولو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هډې تاریخي موزیم د چهار دېوالۍ چارو د ترسرکېدو د بنسټ ډبره یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودله.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې په جلال اباد ښار کې یې د هډې تاریخي موزیم د چهاردېوالۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره له مرکز څخه د راغلو یو شمېر دولتي چارواکو او ولایتي ادارې د مسوولینو په موجوديت کې کېښودله، چې د ۸ میاشتو په موده کې به یې چارې په ۲۸ جریبه ځمکه کې ترسره شي.
نوموړی وایي، په دغې احاطې ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ننګرهار کې یواځې د هډې تاریخي موزیم نه دی، چې لا هم ویجاړ پروت دی بلکې له دې ور اخوا ګڼ نور تاریخي ځایونه هم شته، چې د حکومت او چارواکو د نه پاملرنې له کبله لا هم په بد حالت کې پراته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA