ads

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له هند نه هېواد ته راستنه شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه له هند نه کابل ته راستنه شوه او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ورته چارواکو او عامو خلکو هرکلی ووايه. د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د ګڼ شمېر چارواکو تر څنګ اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د ملي لوبډلې هرکلي ته ورغلی وو. اجراييه […]

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
افغان کرکټ ملي لوبډله نن له هند نه هېواد ته راستنه شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه له هند نه کابل ته راستنه شوه او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ورته چارواکو او عامو خلکو هرکلی ووايه.
د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د ګڼ شمېر چارواکو تر څنګ اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د ملي لوبډلې هرکلي ته ورغلی وو.
اجراييه رييس عبدالله عبدالله له رسينو سره په خبرو کې د کرکټ د لوبډلې برياوې تاريخې وبللې او ويې ويل، چې دوی په خپلو لوبو کې هېوادوالو ته خوشحالي ورکړې ده.
جمهوررييس غنی هم د کرکټ ملي ټيم هڅې ستايلي او ويلي دي، چې ټول افغانان د کرکټ په ملي لوبډلې وياړي.
د يادونې وړ ده چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د ۹۷ورځو پر ترڅ کې په پرله پسې ډول ۵ جامونه ګټلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA