ads

جمهور رئيس غني د کرکټ ملي لوبډلې ته د بريا مبارکي ورکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د ټيليفوني اړيکې له لارې د هېواد د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د انټرکانټيننټل كپ څلور ورځنۍ سيالۍ کې د ايرلنډ لوبډلې په وړاندې د بريا مبارکي ورکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 وری 1396
جمهور رئيس غني د کرکټ ملي لوبډلې ته د بريا مبارکي ورکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د ټيليفوني اړيکې له لارې د هېواد د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د انټرکانټيننټل كپ څلور ورځنۍ سيالۍ کې د ايرلنډ لوبډلې په وړاندې د بريا مبارکي ورکړه.
د هېواد جمهور رئيس په دغه ټيليفوني تماس کې د كركټ ملي لوبډلې د غړو هڅې وستايلې او ويې ويل، چې ټول افغانان په دې لوبډلې وياړي.
افغانستان د شل اوريزو او پنځوس اوريزو لوبو د لړيو له ګټلو وروسته ايرلنډ ته د انټركانټيننټل كپ څلور ورځنۍ لوبه كې هم ستره ماتې وركړه.
افغانستان لومړی توپ وهنه وكړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ۵۳۷ منډې وکړې، خو ايرلنډ د خپلې توپ وهنې په دواړو پاڼيو كې ونه توانېد، چې د افغانستان د لومړي پړاو توپ وهنې منډې پوره كړي.
د كركټ ملي لوبډلې په دې څلور ورځنۍ لوبه كې د ايرلنډ لوبډلې ته په يوې پاڼۍ او ۱۷۲ منډو ماتې وركړه.
د دغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د انټركانټيننټل كپ سياليو د نومرو په جدول کې لومړى مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د کرکټ ملي لوبډلې په ۹۷ورځو کې په پرله پسې ډول ۵ جامونه ګټلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA