ads

بدخشان کې پنځه پوليس د هيرويينو د لېږد په تور نيول شوي

بدخشان ولايت کې د اته کيلوګرامه هيرويينو د قاچاق په تور پنځه پوليس نيول شوي دي.
د بدخشان د کشم ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونيار منور شاه محمد وويل، په يادو کسانو کې د کشم ولسوالۍ دوه ملي او درې سيمه ييز پوليس شامل دي.

نویسنده: sarwan
10 وری 1396

ده زياته کړه، ياد پنځه پوليس نن سهار هغه مهال ونيول شول چې په يوه ټانک کې يې اته کيلوګرامه ځاى پر ځاى شوي هيرويين له جرم ولسوالۍ کشم ولسوالۍ ته لېږدول.
د کشم ولسوالۍ امنيې قوماندان وويل، له نيول شويو کسانو درې کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
د بدخشان امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال سهراب رسولي، د کشم ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ د پنځو پوليسو نيول تاييد کړي او وايي، تر اوسه د قضيې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کشم امنيې قوماندانۍ پوليسو تېره ورځ يو بل کس هم د لس کيلوګرامه هيرويينو د لېږد په تور نيولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA