ads

غزني کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي د غزني ولایت د مقر او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۳ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
9 وری 1396
غزني کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي د غزني ولایت د مقر او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۳ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل کلید ته وویل، چې ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو وسله والو له څو ورځو راهیسې د مقر ولسوالۍ په چمبرانو سیمه کې یو لړ تحرکات پر لاره اچولي وو، چې دوی یې د ځپلو په موخه نن سهار عملیات ترسره کړل.
نوموړی وایي، په یاده سیمه کي نن سهار شاوخوا ۹ بجې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په پایله کې یې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي او زياته يې کړه، چې په دغو عملياتو کې امنیتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د غزني امنیې قومندان دغه راز وایي، چې له تېرې ورځې راهیسې ګډو امنیتي ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې تېره ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ په غټان او جمال سیمو کې د دواړو لورو تر منځ د نښتې په پایله کې ۲ وسله وال وژل شوي او یو امنیتي سرتېری ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د مقر ولسوالۍ د نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د دوی وياند ذبیح الله مجاهد کلید ته په را استولي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې وسله والو یې تېره ورځ د غزني ولایت د ده یک او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د وسله والو نښتو او ماین چاودنو په پایله کې ۴ امنیتي سرتېري وژلي،۱۰ تنه یې ټپیان کړي او د امنیتي ځواکونو۴ پوځي موټر یې هم له منځه وړي دي.
خو د غزني امنیې قومندان د مجاهد دغه ادعا رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA