روسيه او ايران په افغانستان کې د حالاتو خرابوالي او د افراطي ډلو له خوا د تروريستي ګواښونو زياتېدو له کبله اندېښنه لري او په دې هېواد کې د شخړو د سوله ييز حل موندلو لپاره د مسکو د خبرو اترو پلوي کوي.
دغه څرګندونې پرون د ايران او روسيې جمهور رييسانو په کريملين ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
د روسيې او ايران جمهور رييسانو ويلاديمير پوتين او حسن روحاني په افغانستان کې د سولې په اړه خوشبيني وښوده او له وسله والو ډلو يې وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره ور ودانګي.
دغه راز دواړو مشرانو په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کر او قاچاق هم اندېښنه څرګنده کړه او د مخنيوي لپاره يې پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.