ads

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د څلور ورځنۍ لوبې نن دويمه ورځ ده

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټرکانټيننټل كپ د څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې په ۹۶ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۷ منډې جوړې كړې.

نویسنده: sarwan
9 وری 1396
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د څلور ورځنۍ لوبې نن دويمه ورځ ده

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټرکانټيننټل كپ د څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې په ۹۶ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۷ منډې جوړې كړې.
دا لوبه د هند په ګرېټر نويډا لوبغالي كې ترسره كېږي او د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به د كابل په وخت نن سهار نهه بجې د لومړۍ پاڼۍ توپ وهنې ته دوام وركړي.
اصغر ستانكزي په دې لوبه كې ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې كړې دي.
تر دې مخكې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې څخه د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ګټلې وه.
افغانستان درې او ايرلنډ دوه يو ورځنۍ لوبې ګټلې وې.
همدارنګه د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه، چې افغانستان ۳ – ۰ وګټله.
د يو بل خبر له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام د سياليو په لړ کې تېره شپه خپله لومړۍ لوبه له ويتنام سره ١– ١ مساوي کړه.
د افغانستان بله لوبه د راتلونكې غبرګولي مياشتې په ۲۳مه نېټه د کمبوډيا په وړاندې ده او له هغې وروسته له اردن سره لوبه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA