په ننګرهار کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون چې په کې لسګونه توکي اېښودل شوي وو، پرانیستل شو.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایع رییس شېرعالم امله وال له کلید سره په خبرو کې وویل، چې له دغه نندارتون څخه یې هدف د کورنيو تولیداتو څخه د ولس او دولتي چارواکو خبراوی او د بازار موندنې په اړه یې د خلکو هڅونه ده.
نوموړی وایي، په دغه ولایت کې سوداګر له ګڼو نورو ستونزو سربېره د امنیت، برېښنا او د ځای نه موجوديت هغه څه دي، که چیرته یې حکومت حل نه کړي، نو ګڼ پانګوال به خپله پانګه وباسي.
بل لور ته بیا دغه نندارتون ته راغلي یو شمېر هغه کسان چې په خپلو لاسونو یې توکي جوړ کړي او نندارې ته ایښي وو، دغه ډول نندارتونونه د دوی صنایعو لپاره مهم بولي، خو وایي، چې د بازار او امنیت نه موجوديت له کبله له ګڼو ستونزو رنځ وړي.
په جلال اباد ښار کې د کورنيو توکو دا درې ورځنی نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې د صنعت کارانو په وینا که دولت ورته امکانات برابر کړي، نو دوی چمتو دي، چې له دې هم زیاته پانګونه وکړي.