ads

پکتيکا کې د حفظ اومراقبت پروګرام د تېرکال پاتې شوې پروژې سږکال بشپړېږي

د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې د حفظ او مراقبت پروګرام له لوري په پکتيکا کې د ۸۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د تېرکال پاتې شوې پروژې به اوس په نوي ۱۳۹۶ کال کې بشپړې شي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
پکتيکا کې د حفظ اومراقبت پروګرام د تېرکال پاتې شوې پروژې سږکال بشپړېږي

د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې د حفظ او مراقبت پروګرام له لوري په پکتيکا کې د ۸۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د تېرکال پاتې شوې پروژې به اوس په نوي ۱۳۹۶ کال کې بشپړې شي.
ددغه پرواګرام لومړۍ برخه تېر کال د پکتيکا په لسو ولسواليو کې ترسره شوې او د پاتې ۱۶۰ پروژو کارونه يې اوس د ياد وزارت له لوري د بېرته تمديدېدونه وروسته پيل شول.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل چې د حفظ مراقبت پروګرام له لارې ۱۶ زره کسانو ته دکار زمينه برابره شوې.
وحدت زياته کړه، چې له دولت سره د ولسونو ملاتړ او همکاري ددې سبب شوې چې د بيارغونې بېلابېلې پروژې په سم اوښه ډول پلې شي.
بل لورته د پکتيکا ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجينر نجيب الله جاهد وايي، چې د حفظ مراقبت پروګرام له لارې د هغو پروژو ترميم کوي چې له وړاندې ترسره شوې وي.
دده په خبره، دا بيا په ولسونو پورې اړه لري، چې دوی کومو پروژو ته ډېره اړتيا لري او په ياد پروګرام کې يې شاملوي.
په همدې حال کې پکتيکا وال ياد پروګرام ګټور بولي او زياتوي چې تر دې دمه يې دوی ته هغه پروژې پلې کړي، چې د دوی ورته جدي اړتيا وه.
دوی ژمنه کوي، چې د دغه پروګرام له لارې د ترسره کېدونکو پروژو د پلي کېدو په برخه کې به پوره مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې د حفظ اومراقبت پروګرام له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د پکتيکا ولايت په لسو ولسواليو کې پلی شوی او ډېرو بې روزګارو ته په کې د کار زمينه برابره شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA