ads

افغانستان نن له ايرلنډ سره څلور ورځنۍ لوبه پیلوي

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ نن د انټرکانټيننټل كپ څلور ورځنۍ لوبه پيلېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت نن سهار نهه بجې د هند په ګرېټر نويډا لوبغالي كې پيل شي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
افغانستان نن له ايرلنډ سره څلور ورځنۍ لوبه پیلوي

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ نن د انټرکانټيننټل كپ څلور ورځنۍ لوبه پيلېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت نن سهار نهه بجې د هند په ګرېټر نويډا لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې څخه د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ګټلې وه.
افغانستان درې او ايرلنډ دوه يو ورځنۍ لوبې ګټلې وې.
همدارنګه د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه، چې افغانستان ۳ – ۰ وګټله.
بل خوا د ايمرجينګ جام سياليو په لړ کې نن د افغانستان د كركټ الف لوبډله خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه د سريلانكا لوبډلې سره ترسره كوي.
دا لوبې په بنګله دېش كې روانې دي او پرون افغان لوبډلې په خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې د ماليزيا لوبډلې ته په ۱۵۵ منډو ماتې وركړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA