داعش وسله والو تېره شپه د جوزجان ولايت د دزراب ولسوالۍ په تاش جوار کلي کې درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، چې داعشيانو د دغو كسانو تر وژلو وروسته د هغوى جسدونه د قوش تېپې ولسوالۍ مغل کلي ته لېږدولي دي.
غفوري زياته کړه، تېره اونۍ افغان امنيتي ځواکونو په درزاب ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ كې يې د داعشيانو يو مرکز له منځه وړی او اته تنه داعش وسله وال يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، ښايي داعشيانو د يادو عملياتو په ځواب کې دا خلک وژلي وي.
درزاب او قوش تېپه د جوزجان له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي.
سيمه ييز چارواکي مني، چې په دې ولسواليو كې شاوخوا دوه سوه تنه داعشيان له تېرو دوو کلونو راهيسې فعاليت کوي.