ads

كاپيسا كې لسګونه كيلو ګرامه خام چرس نيول شوي

د كاپيسا له نشه يي توكو سره د مبارزې مديريت پوليسو په دې ولايت كې ۳۲ كيلو ګرامه خام چرس نيولي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې دغه چرس پرون ماسپښين د اول کوهستان په کنهه دې كلي كې له يوه مازدا ډوله موټر څخه ترلاسه شول.

نویسنده: sarwan
5 وری 1396

د نوموړي په وينا، ياده اندازه چرس د چاكلېټو، بيسکټو او نورو خوراكي توكو په منځ كې ځاى پر ځاى شوي وو او د احمد شاه په نوم يو تن غوښتل له کاپيسا څخه يې کابل ته انتقال کړي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د کاپيسا پوليسو نږدې اته سوه کيلو ګرامه بېلابېل نشه يي توکي او په تړاو يې له پنځوسو زيات كسان نيولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA