د پاکستان حکومتي چارواکو يو ځل بيا د افغانستان د ستونزې پر سياسي حل ټينګار سره ويلي، چې جګړه د حل لار نه شي کېدلى.
په امريکا کې د پاکستان سفير اعزاز احمد چودري په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په سيمه کې د ټيکاو راوستلو لپاره په كار ده هند او پاکستان هم په خپلو کې مذاکرات وکړي.
د دغه پاکستاني سفير په خبره، په افغانستان کې بايد د جګړې او زور له لارې خپلو هدفونو ته د رسېدو هڅې ونه شي.
چودري زياته كړه، په خپل هېواد کې يې تر ضرب عضب وروسته د ردالفساد په نوم بريالي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې لسګونه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفير په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې په دې وروستيو کې د كابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې زياتې خرابې شوې دي.