ads

جمهور ريئس غني د پوهنې په برخه کې په لا زياتې پانګونې ټينګار وکړ

جمهور رييس غني وايي، د پوهنې په برخه کې بايد لا زياته پانګونه وشي، ځکه د پوهنې اوسنی تعليمي نصاب د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ځواب ويونکی نه دی.

نویسنده: sarwan
5 وری 1396
جمهور ريئس غني د پوهنې په برخه کې په لا زياتې پانګونې ټينګار وکړ

جمهور رييس غني وايي، د پوهنې په برخه کې بايد لا زياته پانګونه وشي، ځکه د پوهنې اوسنی تعليمي نصاب د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ځواب ويونکی نه دی.
محمد اشرف غني نن په بلخ ولايت کې د ښوونځي د زنک په کړنګولو سره وويل، چې دا مهال يو شمېر ولسوالۍ ښوونځي نه لري او د ښوونځي په شرايطو برابر ماشومان له زده کړې محروم دي.
ښاغلي غني همدارنګه په ياد ولايت کې له شوو پرمختګونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د تېرو پنځلسو کلنو په موده کې د کميت او کيفيت له پلوه د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
جمهور رييس غني همدارنګه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل د پوهنې اوسنی تعليمي نصاب د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ځواب ويونکی نه دی.
جمهور رييس محمد اشرف غني، نن د يو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ته تللى او په پام کې ده چې د بلخ چارواکو سربېره له قومي مشرانو سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA