ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه چې د کابل پر وخت ۸نيمې بجې پيلېږي د افغانستان په کوربتوب د هند د نوې ډېلي په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي.
تر دې وړاندې دوه يوه ورځنۍ لوبې افغانستان او دوه نورې ايرلنډ ګټلې دي، ننۍ لوبه کې هره لوبډله وګټي د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ګټي.
تر دې وړاندې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د ۳ شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه چې افغانستان ۳ – ۰ وګټله.
دغه راز ټاکل شوې چې له ننۍ لوبې وروسته د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د انټرکانټيننټل لوبو په لړ کې يوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره شي.