ads

افغانستان د يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې هم ايرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په اوو وېکټو ايرلنډ ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.

نویسنده: sarwan
4 وری 1396
افغانستان د يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې هم ايرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په اوو وېکټو ايرلنډ ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.
د دغه لوبې پچه ايرلنډ وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ايرلنډ په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې ۲۲۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه.
افغانستان وکولای شول د درېيو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸ام اوور کې دغه هدف پوره کړي او په ۷ وېکټو يې ايرلنډ ته ماتې ورکړه.
د دغه لوبې د ليدلو لپاره د افغانستان د اجرايه رييس عبدالله عبدالله په ګډون يو شمېر افغان چارواکي او د ولسي جرګې غړي هم په هند کې لوبغالي ته ورغلي وو.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشدخان ۴ او فريد احمد ۳ وېکټې ترلاسه کړې او په توپ وهنه کې بيا رحمت شاه سليزه او سميع الله شينواري پنځوسيزه ووهله.
د دې لوبو په لومړيو څلورو لوبو کې دوه يوه ورځنۍ لوبې افغانستان او دوه نورې ايرلنډ ګټلې وې.
تر دې وړاندې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د ۳ شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه چې افغانستان ۳ – ۰ وګټله.
دغه راز ټاکل شوې چې له ننۍ لوبې وروسته د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د انټرکانټيننټل لوبو په لړ کې يوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA