ads

غني: سږ كال به دحكومت تمركز په پوهنه او امنيت باندې ډيروي

جمهوررئيس محمداشرف غني وايي، حكومت به سږ كال پوهنې او امنيت ته ډير پام وكړي.
جمهوررئيس يادې څرګندونې پرون په هغه غونډه كې وكړې چې په ارګ كې دنوي كال په مناسبت جوړه شوې وه او په ياده غونډه كې د جمهوررئيس د ميرمنې رولا غني سربېره دهيواد يو شمېر نورو فعالو ښځو هم ګډون كړى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وری 1396
غني: سږ كال به دحكومت تمركز په پوهنه او امنيت باندې ډيروي
Afghanistan's new President Ashraf Ghani Ahmadzai speaks during his inauguration as president in Kabul September 29, 2014. Afghanistan inaugurated its first new president in a decade on Monday, swearing in technocrat Ashraf Ghani to head a power-sharing government just as the withdrawal of most foreign troops presents a crucial test. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

جمهوررئيس محمداشرف غني وايي، حكومت به سږ كال پوهنې او امنيت ته ډير پام وكړي.
جمهوررئيس يادې څرګندونې پرون په هغه غونډه كې وكړې چې په ارګ كې دنوي كال په مناسبت جوړه شوې وه او په ياده غونډه كې د جمهوررئيس د ميرمنې رولا غني  سربېره دهيواد يو شمېر نورو فعالو ښځو هم ګډون كړى و.
جمهوررئيس په داسې حال كې پوهنې ته په ډير پام ټينګار كوي چې ټاكل شوې نن د هيواد په سړو سيمو كې نوى ښوونيز كال پيل شي.
جمهوررئيس غني په ورته وخت كې وروستيو ورښتونو ته په اشارې سره وويل،دغه ورښتونه او د اوبو كچه د تېرو پنځه ويشتو كلونو په پرتله بې سارې ده او زياته يې كړه چې سږ كال به د بزګرانو او مالدارانو لپاره يو ښه كال وي.
نوموړى زياتوي چې سږ كال به د للمي ځمكو حاصلات د تېر كال په پرتله هم څلوېښت سلنه زيات شي.
جمهوررئيس غني په داسې حال كې د للمي ځمكو د حاصلاتو د زياتوالي خبره كوي چې  تېره ورځ دكرنې وزارت چارواكو هم ويلي وو چې كه دكرنې په برخه كې پانګونې ته پام وشي نو افغانستان به د غنمو له پلوه تر 2020 كاله پورې په ځان بسيا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA