ads

د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه امنيتي ځواكونه وتلي دي

د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه امنيتي ځواكونه وتلي او ولسوالي د طالبانو لاسته ورغلې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وری 1396
د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه امنيتي ځواكونه وتلي دي

د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه امنيتي ځواكونه وتلي او ولسوالي د طالبانو لاسته ورغلې ده.
خو د هلمند د والي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تېرې دوه مياشتې د سنګين ولسوالۍ په بازار كې جګړو ملكي كسانو او عامه شتمنيو ته ډير زيان اړولى دى. اعلاميه زياتوي چې ملكي وګړو ته د زيان د مخنيوي په هدف د سنګين ولسوالۍ پوځي شورا پرېكړه وكړه ترڅو امنيتي ځواكونه  په بازار كې جګړه بنده كړي او له بازار څخه په شا شي.
اعلاميه زياتوي چې دوى په داسې يوه تكتيك كار كوي چې پر بنسټ به يې د دولت وسلوال مخالفين وځپي. د اعلاميې د معلوماتو له مخې اوسمهال سلګونه امنيتي ځواكونه د سنګين د بازار په دوه كيلومترۍ كې موجود دي.
خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د سنګين ولسوالي له شاوخوا يوې مياشتې كلابندۍ وروسته  ددوى لاسته ورغلې ده.
د طالبانو په اعلاميه كې هم داسې راغلي چې افغان ځواكونه له ولسوالۍ څخه وتلي او يوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA