حكومت وايي، په تېرو كلونو كې نړيوالې ټولنې د پوهنې په برخه كې ډيرې مرستې وكړې خو په ياده برخه كې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى او پيسې په ځاى نه دى لګول شوې.
د جمهوررئيس دويم مرستيال محمدسروردانش چې د نوي ښوونيز كال په پرانيست غونډه كې يې خبرې كولې وويل: د كتابونو په چاپ او د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په قراردادونو كې فساد او له قانون څخه سرغړونې او د خيالي ښوونځيو، ښوونكو او زده كوونكو شتون يو تريخ واقعيت دى چې د پوهنې بهير ته يې درانه او نه جبرانېدونكي زيانونه اړولي دي.
دانش زياته كړه چې ناامني، د پوهنې ضد مفكورې، د ښوونيزو او اداري كادرونو كمزورتيا، د پوهنې كاركوونكو او ښوونكو ته د لازمو خدمتونو نه وړاندې كول، د درسي اسانتياو او د ښوونځيو د ودانيو نه شتون نورې هغه ستونزې دي چې د پوهنې بهير ورسره مخ دى.
د جمهوررئيس دويم مرستيال زياته كړه چې په ۱۳۹۶ كال كې به د پوځي عملياتو له لارې او د خلكو په همكارۍ ټول هغه ښوونځي چې تړل شوي بېرته پرانيزي او په وينا يې د پوهنې په بهير كې اصلاحات د حكومت په لومړيتوبونو كې دي.
د دانش په خبره، د ښوونځيو د ودانيو جوړول، د كورنيو مطبعو په واسطه د كتابونو چاپول، په خالي بستونو كې د وړ كسانو ګمارنه او د سواد زده كړې د پروګرام پراختيا نور هغه پروګرامونه دي چې دولت به يې په روان كال كې عملي كړي.