د ملي امنيت شورا سلاكار وايي، حكومت ژمن دى چې د ديني عالمانو امنيت خوندي كړي او د هغه كسانو پرضد به مبارزه وكړي او له منځه به يې يوسي چې ديني عالمان په نښه كوي.
د ملي امنيت سلاكار محمدحنيف اتمر يادې څرګندونې د لغمان ولايتي شورا د پخواني غړي او د دغه ولايت دمركز مهترلام ښار د جامع جومات د خطيب قاري روح الله فياض د وژل كېدو په اړه د خپلې خواخوږۍ په پيغام كې كړې دي.
قاري روح الله فياض وړمه ورځ ماښام مهال خپل كورته د تګ پرمهال په لاره كې د نامعلومو وسلوالوكسانو له خوا ټپي شو چې تېره ورځ يې ساه وركړه.
د ملي امنيت سلاكار زياتوي چې دا ډول بريدونه به له نظام او خلكو څخه د دفاع په اړه د ديني عالمانو روحيه اغيزمنه نه كړي.
قاري روح الله فياض له تېرو پنځلسو كلونو راهيسې د مهترلام ښار د جامع جومات خطيب و.