ads

رباني: افغانستان نور له پاکستانه په سوله کې همکاري نه غواړي

د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي، چې افغانستان نور په سوله کې له پاکستان څخه مرسته نه غواړي. نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې دداعش ضد کنفرانس کې د وينا پر مهال کړې او ويلي، چې افغانستان له پاکستانه نا امنه شوی دی او پر دغه هېواد فشارونه کولی شي په افغانستان کې […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 وری 1396
رباني: افغانستان نور له پاکستانه په سوله کې همکاري نه غواړي

د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي، چې افغانستان نور په سوله کې له پاکستان څخه مرسته نه غواړي.

نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې دداعش ضد کنفرانس کې د وينا پر مهال کړې او ويلي، چې افغانستان له پاکستانه نا امنه شوی دی او پر دغه هېواد فشارونه کولی شي په افغانستان کې ثبات راولي.

صلاح الدين رباني ويلي، چې د ملي وحدت حکومت په لومړي سر کې له پاکستان سره د اړيکو دنوي باب پرانيستل غوښتل خو دغه هېواد پر خپلو ژمنو عمل و نه کړ.

رباني زياته کړې چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه ځايه پر افغان خاوره بريدونه کوي.

د رباني په خبره تر هغه چې ملګري ملتونه او امريکا پر پاکستان فشارونه را نه وړي په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد جګړه بريالۍ نه شي.

هغه پاکستان د افغانستان د نا امنۍ مهم لامل بللی او زياته کړې يې ده چې په دې اړه کره اسناد او شواهد لري.

رباني د ټرمپ پر اداره غږ کړی څو پر پاکستان فشار راوړي چې ترهګري دې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د وسيلې په توګه نه کاروي.

د رباني په خبره پاکستان دې افغانستان ته د يوه مستقل او خپلواک هېواد په سترګه وګوري.

رباني د خپلو خبرو په دوام ويلي، له پاکستان نه غواړو چې نور دې طالبان د سولې خبرو ته کينوي، بلکې ددوی د هغو مشرانو پر وړاندې دې اقدام وکړي چې هلته ژوند کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA