د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وايي، چې بريتانيا افغانستان سره ددغه هېواد د کړکېچ په کمولو کې مهم رول لوبولى دى.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې سره په يوه خبري غونډه کې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ په لندن کې د بريتانيا په منځګړيتوب ترسره شوې غونډه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
په دغه غونډه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار او دافغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر برخه اخيستې وه.
ددې غونډې په پايله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي لارې پرون پرانستل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ