د امريکا د متحدو ايالتونو جمهور رييس ډونلډ ټرمپ ستر سلاکار کريسټوفر فورډ ويلي، چې متحد ايالتونه د ايران او نړۍ د لويو قدرتونو تر مينځ شوې اټومي هوکړې ته درناوی لري، خو ټينګار يې کړی چې تهران هم بايد دې هوکړې ته خپله پابندي ثابته کړي.
کريسټوفر فورډ چې په سپينه ماڼۍ کې د امنيت شورا لوی مدير دی، پرون يې د ټولوژنې او اټومي وسلو د پراختيا په اړه په واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته وينا وکړه.
ده وويل، چې ټرمپ له نيوکو سره سره، د ايران او نړۍ د لويو قدرتونو تر مينځ د اټومي هوکړې پلي کېدو ته ژمن دی.
فورډ دغه راز زياته کړه چې سپينه ماڼۍ د ايران په ګډون له ټولو هېوادونو سره شوې هغه اټومي هوکړې بيا ارزوي چې د پخوانۍ ادارې پر مهال متحدو ايالتونو لاسليک کړې دي.
ټرمپ تر دې وړاندې له ايران سره د شوې اټومي هوکړې موارد د امريکا لپاره د شرم وړ بللي و او ګواښ يې کړی و، چې ياده هوکړه به لغوه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ