د لغمان د ولايتي شورا پخواني غړي او د مهترلام د مرکزي جامع جومات خطيب قاري روح الله فياض چې تېره شپه په يوه وسله وال بريد کې سخت ټپي شوى و، نن سهار يې ساه ورکړه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل چې د مهترلام د جامع جومات خطيب قاري روح الله فياض تېر ماښام خپل کور ته پر لاره د نامعلومه کسانو لخوا په بريد کې سخت ټپي شوى و.
هغه زياته کړه چې نوموړى په لغمان کې تر لومړۍ درملنې وروسته د ننګرهار روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته يې نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې قاري فياض تېره شپه د جلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوى و.
خو خوږياڼى وايي چې له بده مرغه قاري فياض نن سهار وخته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ويل کيږي چې قاري روح الله فياض پخوا د ولايتي شورا غړى او د پخواني والي دسلاکار په توګه يې دنده ترسره کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ