د بلخ والي عطاء محمد نور وايي، چې د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته د چمتووالي نيولو او همدارنګه له حكومت سره د جمعيت اسلامي ګوند د هوكړه ليك لپاره به ډېر ژر له خپلې دندې د استعفا په اړه پرېكړه وكړي.
نوموړي، چې نن يې په مزار شريف ښار كې د نوروز جشن د لمانځلو مراسمو كې وينا كوله وويل، استعفا يې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د خبرو په پايلو پورې تړلې ده.
د هغه په وينا، د استعفا يو شرط يې د هغه هوکړه ليك عملي کېدل دي، چې په پام کې ده جمهور رئيس غني يې له جمعيت اسلامي ګوند سره لاسليک کړي.
نور د خپلې استعفا بل علت د جمهوري رياست راتلونکو ټاكنو ته چمتووالى ياد كړ.
نوموړي زياته كړه، چې په دې اړه به له قومي مشرانو، خلكو او خپلو ملګرو سره مشوره وكړي.
د بلخ والي همدارنګه د دې ولايت د تېرې لس کلنې بيارغونې او حکومتدارۍ په تړاو اوږد رپوټ وړاندې کړ.
عطاء محمد نور په اقتصادي، سوداګريزې، روغتيايي، ښوونې او روزنې، امنيت او نورو برخو كې پر شويو پرمختګونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله.