د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، له اوږده ځنډ وروسته نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونكو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې له پاکستاني حکومت سره تر خبرو وروسته نن سهار شاوخوا اووه بجې د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو مسافرو او بار وړونكو موټرو په وړاندې په دايمي ډول پرانيستل شوه.
نوموړي زياته كړه، له دې وروسته به هغه موټر، چې د دروازې دواړو خواوو ته بند پاتې وو، صادرات او واردات وکړي.
څه باندې يوه مياشت وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري دغه دروازه وتړل شوه، چې څو ورځې مخكې يوازې د دوو ورځو لپاره پرانيستل شوه، خو په لندن کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير له افغانستان سره د ټولو لارو د پرانيستل کېدو امر وکړ.