56
۱ وری ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

نن په ټول هېواد كې نوى لمريز كال لمانځل كېږي

نن د نوي ۱۳۹۶ لمريز کال لومړۍ ورځ ده او په ټول هېواد كې د دې كال په وياړ غونډې او مېلې جوړېږي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني ټولو هېوادوالو ته د نوي كال مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده كړې، چې دا کال په امنيتي، پراختيايي او فرهنګي برخو کې د هيله بښونکو بدلونونو پيلامه وي.
د هغه په وينا، تېر كال وسله والو مخالفينو كوښښ وكړ، چې هېواد ناارامه وساتي، خو له دې سره سره افغانانو د ژوند په هر ډګر کې هېواد ته وياړونه وګټل او نوي پرمختګونه يې وكړل.
د نوروز لمانځلو لپاره په ټول هېواد كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د نوي كال د لمانځلو لپاره يې د ښار په مختلفو سيمو کې امنيتي تدابير جدي کړي دي.
په همدې حال کې د بلخ امنيتي چارواکو ويلي، چې په مزار شريف ښار او شاوخوا ولسواليو کې امنيتي سيارې ګزمې زياتې شوي او دغه ښار ته په ورودي کمربندونو کې هم پلټنې زياتې شوې دي.
د بلخ ولايت په مركز مزار شريف ښار کې هر كال د روضې د جنډې پورته كولو ځانګړي مراسم ترسره كېږي، چې د هېواد يو شمېر لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *