ads

کاپيسا کې د وسله والو مخالفينو مرستيال والي وژل شوی

چارواكي وايي، په کاپيسا کې د حکومت د وسله والو مخالفينو مرستيال والي وژل شوی دی.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين آقا فقيري وايي، تېره ورځ د دوی ځواکونو د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په جنوبي برخه کې د حکومت د وسله والو مخالفينو په هغو سيمو بريد کړی، چې وسله والو مخالفينو خپل منځي ناسته پکې درلوده.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395

د نوموړي په وينا په يادو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو مرستيال والي ګل حيدر په ګډون نهه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي .
فقيري دا هم وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د غبار اوه په نوم عمليات لا اوس هم دوام لري.
د حکومت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې د کاپيسا تګاب ولسوالۍ يو شمېر سيمې د څو کلونو راهيسې نا امنه دي او ډيري مهال د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په کې نښتې هم رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA