د سيندونو د اوبو پر سر د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ زيات شوى، چې په همدې هدف پرون ناوخته يو هندي پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې نن او سبا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سنتاز تړون د هوکړې له مخې د سيندونو د اوبو پر عادلانه وېش خبرې ترسره شي.
پاکستان هند تورنوي، چې له سنتاز تړون څخه يې سرغړاوى کړى او د ځينو سيندونو د اوبو مخه يې خپل لور ته اړولې، خو هند بيا استدلال کوي، تر هغې چې پاکستان له ترهګرو ډلو سره لاس لرل او ملاتړ نه وي درولى، د سنتاز تړون لغوه ګڼي.