د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د دېوال لوېدو له كبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په تریلي سیمه کې د جاوېد په نوم د یو کس په کور کې د دېوال پرېوتو له كبله دوه کوچنۍ نجونې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.
د خوګياڼي په خبره، ټپي شوې کوچنۍ نجلۍ روغتون ته انتقال شوې، خو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د والي ویاند د دې پېښې علت د دېوال زوړوالی او بې احتیاطي په ګوته کړه.
ډېر کله د ودانیو د زړښت او بې احتیاطۍ له كبله ورته پېښې رامنځته کېږي او يو شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړوي.