ads

د خوست ښاروالۍ فوټبال لوبډلې ولايتي شورا ته ماتې وركړه

په خوست کې د خپل وطن ګل وطن تر سرليک لاندې د فوټبال سياليو په لړ کې پرون د خوست ښاروالۍ او د ولايتي شورا د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395
د خوست ښاروالۍ فوټبال لوبډلې ولايتي شورا ته ماتې وركړه

په خوست کې د خپل وطن ګل وطن تر سرليک لاندې د فوټبال سياليو په لړ کې پرون د خوست ښاروالۍ او د ولايتي شورا د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د روانو سياليو په دويم پړاو لوبو کې د خوست ښاروالۍ د فوټبال لوبډله په دې وتوانېده، چې د ولايتي شورا لوبډلې ته يو صفر ماتې ورکړي.
د دې لوبې غوره لوبغاړى نعمت الله ونومول شو.
د فوټبال په دغو روانو سياليو كې ۱۵ لوبډلې برخه لري، چې ۴۲ ورځې دوام کوي.
د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي، چې د سياليو له جوړولو څخه يې هدف خلکو ته ملي روحيه ورکول او د فوټبال وده او پراختيا ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA