122
۳۰ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: حضرت محمد روحاني

هلمند کې اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي

چارواکي وايي، هلمند کې د وسله والو د يو تن قومندان په ګډون ۸ تنه وژل شوي او يوه د ماين جوړلو کارخانه له منځه وړل شوې ده .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار اړوند سره ګودر سيمه کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي، ددغو عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو د يو تن قومندان په ګډون ۸ تنه وسله وال وژل شوي او يوه د ماين جوړلو کارخانه له منځه وړل شوې ده .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *