44
۳۰ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

جرمني د افغانستان د كار موندنې ملي پروګرام سره ۲۰ ميليونه يورو مرسته وكړه

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د افغان حكومت د كار موندنې ملي پروګرام سره د جرمني د ۲۰ ميليونه يورو مرستې خبر وركوي.
د دې وزارت وياند اكبر رستمي نن كليد ته وويل، چې دا مرسته به په هېواد كې د كار موندنې ملي پروګرام له لارې ولګول شي.
د هغه په وينا، د دې تازه مرستې تړون تېره اونۍ د جرمني د حكومت او د افغانستان د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ترمنځ لاسليك شو.
رسمتي زياته كړه، چې سږ كال د كار موندنې ملي پروګرام له مخې د هېواد د ټولو ۳۴ ولايتونو ۱۲ زرو كليو كې د ۸۲ ميليونه ډالرو په لګښت ۱۲۲۲۳ پروژې پلې شوې دي.
د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وياند ټينګار وكړ، چې د افغان حكومت د كار موندنې ملي پروګرام به د نړيوالې ټولنې د ملاتړ پر بنسټ له ۱۳۹۶ لمريز كال وروسته هم دوام وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني په هېواد كې خلكو ته د كاري زمينې برابرولو په هدف د ۱۳۹۴ لمريز كال په لړم مياشت كې د كار موندنې ملي پروګرام پرانيست، خو اوس مهال ډېرى افغانان شكايت كوي، چې دا پروګرام په هېواد كې د بې كارۍ ختمولو برخه كې ګټور نه دى واقع شوى.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *