ads

کندهار کې یو خصوصي کلينيک وړیا خدمتونه وړاندې کوي

دا چې افغانستان د درېيمې نړۍ یو بېوزله هېواد دی او وګړي يې ډېری وخت لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري، د یو شمېر شتمنو له لوري خيریه کارونه اغېزناک تمامېږي او خلکو ته يې ډېره ګټه رسېږي.

نویسنده: sarwan
29 کب 1395
کندهار کې یو خصوصي کلينيک وړیا خدمتونه وړاندې کوي

دا چې افغانستان د درېيمې نړۍ یو بېوزله هېواد دی او وګړي يې ډېری وخت لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري، د یو شمېر شتمنو له لوري خيریه کارونه اغېزناک تمامېږي او خلکو ته يې ډېره ګټه رسېږي.
د همدې هڅو په لړ کې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې يو خصوصي کلينيک د بېوزلو وګړو لپاره په اوونۍ کې يوه ورځ وړیا خدمات وړاندي کوي. د ياسين په نوم دغه کلنيک چې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند په دهخټي سيمه کې موقعیت لري، په پرمختللو طبي وسايلو هم سمبال دى.
د کندهار د ولايتي شورا غړى او د سيلاب خیریه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب وايي، د يوه پروتوکول له مخې به دغه کلنيک بېوزلو او غريبو هېوادوالو ته وړيا خدمات وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په کندهار کې ډېر بېوزله خلک ژوند کوي، له همدې کبله لازمه ده چې نور روغتونونه او کلينيکونه هم په ورته اقدام لاس پورې کړي: ((د ولس ټولنيزو، روغتیایي او اقتصادي ستونزو ته په کتو، د سېلاب خیریه بنسټ او ياسين کلينيک تر منځ یو پروتوکول لاسلیک شو چې له مخې يې دغه کلنيک په اوونۍ کې یوه ورځ خلکو ته لس ډوله وړیا روغتيايي خدمات وړاندې کوي.))
له بل لوري د ياسين کلينيک مشر محمد نذير وايي، په کندهار کې ډېر بېوزله کسان شته چې نورو هېوادونو ته د تللو امکانات نه لري، ځکه خو اړينه ده چې په دغه کلنيک کې يې په اوونۍ کې يوه ورځ وړیا درملنه وشي.
نوموړی زیاتوي چې په دغه کلینک کې به د بېوزله ناروغانو د لس ډوله ناروغیو وړیا درملنه وکړي: ((د اوس مهال لپاره مو له سېلاب خیریه بنسټ سره په دغو لسو مادو توافق وکړ، په دې کې د شکرې ناروغۍ تشخیص او معاینات او د کلسټرول د زیاتېدو درملنه هم شامله ده، په اوونۍ کې یوه ورځ یعنې د شنبې په ورځ به د دغه کلینيک ډاکټران د خپل ملي احساس له مخې له هېڅ ناروغ فيس نه اخلي او ټول خدمات به وړیا ترسره کېږي.))
له بل لوري د کندهار د عامې روغتیا رياست استازي د یاسين کلينيک له دې اقدام هرکلی وکړ او دا يې د خپل ولایت بې وزلو وګړو ته د خدمت په لاره کې ستر ګام یاد کړ. نوموړي وویل چې دغه ډول باید یو شمېر نور کلینيکونه هم خلکو ته وړیا خدمات وړاندې کړي او د خپلو خلکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي: ((کندهار ولایت اوس مهال له څو ولایتونو د بې ځایه شوو وګړو کوربه دی، تاسې پوهېږﺉ چې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د وروستیو جګړو له کبله ډېری خلک کندهار ته راکډه شوي دي، په دوی کې ګڼ بېوزله وګړي شامل دي چې حتا د غرمې او ماښام خواړه هم په سختۍ مومي، دا ګام چې نن واخستل شو یو خورا ګټور ګام دی، دا به د خلکو په درملنه کې خورا ډېره مرسته وکړي او ناروغۍ به ورسره راکمې شي.))
که څه هم افغانستان کې دولتي روغتيايي خدمتونه هم وړیا ترسره کېږي، خو په لرې پرتو ولایتونو کې بیا دغه خدمات د کیفیت له پلوه په ټيټه کچه دي او په ښه ډول نه شي کولای د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
له بل لوري خلک هم له دولتي روغتونونو ګڼ شکایتونه لري او وايي، په دغه کلينیکونو کې تر ډېره واسطه بازي او رشوت چلېږي او هغوی چې بېوزله دي نه شي کولای، د دولتي روغتونونو له خدماتو په سم ډول ګټه واخلي.
د دې تر څنګ د هېواد په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې دولتي روغتيايي خدماتو ته هېڅ لاسرسی نشته او خلک اړ دي چې له لرې پرتو سيمو په خورا سختۍ خپل ناروغان ښارونو ته راوړي.
د یادولو ده چې اوس مهال په کندهار کې د يوه دولتي ميرويس روغتون تر څنګ پنځلس خصوصي روغتونونه او يو شمېر تشخصیه کلينيکونه فعالیت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA