ads

هسکه مېنه کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، هسکه مېنه کې یې د هوایي بریدونو په مهال ۱۲ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، تېره شپه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په اهنګرانو سیمه کې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

نویسنده: sarwan
29 کب 1395

د هغه په وينا، په یادو بریدونو کې یې د داعش وسله والو یو میل دهشکه هم له منځه وړې ده.
فقیري زیاته كړه، چې په دې بریدونو کې د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA