ads

تیرکال خنډونه او لاسته راوړنې

که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې ځینې پرمختګونه شوي، خو د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی دی.

نویسنده: sarwan
29 کب 1395
تیرکال خنډونه او لاسته راوړنې

که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې ځینې پرمختګونه شوي، خو د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمسیون د ۱۳۹۵ لمريز کال راپور ښيي چې په دغه کال کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ۸ اعشاريه ۶ په سلو کې زیات شوی دی. د دغه راپور له مخې روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۵۱۳۲ ته رسېده.
دغه راز د ښځو چارو وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۵ زره پېښې او د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې څارنوالۍ هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۳۰۰ پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت په خبره، تر ټولو شديد تاوتریخوالی په هغو سيمو کې ترسره شوی چې حکومت په کې واک نه لري.
د ښځو چارو وزارت په يوه راپور كې چې د ۱۳۹۵ كال په دوو مياشتو كې (د لیندۍ میاشتې له لومړۍ د مرغومي میاشتې تر پایه) د هېواد له ۱۴ ولايتونو د ښځو او ماشومانو د وژنې په تړاو چمتو شوی، په لړ کې يې ۲۳ پېښې ثبت شوې او په دغه ولایتونو کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
له بل لوري د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منعې ځانګړې څارنوالي وايي، دوی د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې په ټوليز ډول د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۲۴۴۲ پېښو ته رسېدنه کړې.
د مرسل اوونيزې په دې تحليلي رپوټ كې په ۱۳۹۵ كال كې د ښځو وضعيت ته كتنه شوې او د ښځو اړوند ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونكي پلانونه ارزول شوي.
په ادارو کې د ښځو ونډه که څه هم د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايــي چــې وروستــیو کې پــه حکــومــتي او غیرحکومتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه شوې خو شمېرې ښيي چې په دغو ادارو کې د ښځو ونډه یو فیصد زیاته شوې ده.
د مركزي احصايې ادارې د شمېرو له مخې په دولتي ادارو كې په مجموعي ډول د دولت د ښځينه کارکوونکو شمېر ۲۶اعشاريه ۴ فېصده دی چې په خصوصي سكتور كې دا فیصدي ډېره کمه يعنې ۹ اعشاريه ۶ او په موسسو كې بيا ۲۰ اعشاريه ۳ ته رسېږي.
د مــركزي احــصايــي ادارې مسلكــي مــرستــيال حسيب الله موحد وايي، كه څه هم د ښځو ونډه د تېرو كلونو په نسبت ۱ فیصد زياته شوې، خو د (نپوا) يا په كاري ځواك كې د ښځو ګډون د عمومي پلان له مخې بايد د ښځو د مشارکت کچه له ۳۰ فیصده واوړي.
حسیب الله موحد وايي، په کاري برخو کې د ښځو ونډه توپیر لري، د فابريكو او كرنې په برخه كې د ښځو ونډه تر نارينهوو زياته ده، خو د حقوقي سلاکارانو په برخه كې له ۱۰۸ تنو یوازې ۶ يې ښځې دي. دغه راز په عدلي او قضايي سکتور کې ۱۱ اعشاريه ۲ فيصده قاضيانې، ۷ اعشاريه ۷ فيصده څارنوالانې او ۱۸ اعشاريه ۲ فيصده مدافع وكيلانې ښځې دي: ((په تېرو درېیو کلونو کې په کاري برخه کې د ښځو ونډه لس فیصده شوې، خو ۷۵ فیصده ښځې نه غواړي کار وکړي.))
په ادارو كې د ښځو د كچې راكمېدو علت تر ډېره د اداري فساد شتون، په يو شمېر ادارو كې اړيكو ته ترجيح وركول، د ښځو په وړاندې جنسيتي تبعيض او د هغوی د وړتياوو په پام كې نه نيول بلل شوي چې ښځې اړ باسي له لوړو زدهكړو سره سره له كار كولو ډډه وکړي.
که څه هم د مرکزي احصايې اداره وايي چې په وروستیو کلونو کې په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو ونډه زیاته شوې، خو د مشرانو جرګې د ښځو چارو کمسیون وايي، په وروستیو کلونو کې دغه ونډه کمه شوې ده.
په مشرانو جرګه كې د ښځو، بشري حقونو او مدني ټولنې د كمسيون مشره فوزيه كوفي وايي ټولنه لا هم د ښځو د حضور په برخه كې ستونزې لري. د نوموړې په خبره، په ځينې پوستونو كې چې ښځې د كار لازم شرايط هم لري خو پر ځای یې نارينه ټاكل كېږي. نوموړې زیاتوي، ډېر ځله د CBR د پروسې له لارې د ښځو په بستونو كې هغه نارينه ګمارل شوي چې لازم شرايط يې هم نه لرل: ((په تېرو وختونو كې مو په كاري برخه كې د ښځو ۲۲ فيصده ونډه درلوده، خو اوس دا ونډه كمه شوې، سمه ده چې څلور تنه ښځينه وزيرانې او څو تنه مرستيالانې لرو، خو دا سياسي او سمبوليك بستونه دي.))
دا يوازي فوزيه كوفي نه ده چې د ښځو ونډه سمبوليكه ګڼي، بلكې په كاري برخو كې د ښځو ګډون تل له نيوكو سره مخ دی او تر ډېره ويل شوي چې له ښځو یو ډول استفاده کېږي.
خو د بشري حقونو خپلواك كمسيون د ښځو د مـــلاتــړ او پــراخــتــيا د بــرخې كمشنره ثـريا صبحرنګ كه څه هم نه مني چې له ښځو دې سمبولیکه استفاده کېږي، خو ټینګار کوي چې دغه زمينه خپله ښځو برابره کړې ده. د نوموړې په خبره، ځکه كله چې هغوی لوړو پوستونو ته رسېږي، نو له واک پرته مسووليت قبلوي: ((حتا هغه ښځې هم چې د ښځو د حقونو ملاتړې دي، کله چې لوړ موقف ته ورسېږي د خپل مقام د ساتلو لپاره چوپتیا غوره کوي.))
اخوا د افغانو ښځو شبكه هم اندېښنه ښيي چې د ملي يووالي په حكومت كې د ښځو ونډه كمه شوي. د دغه شبکې د همغږۍ د برخې مسووله روشن مشعل وايي، د دې لپاره چې په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه زیاته شي، باید د ښځو لپاره د کار چاپېریال خوندي شي او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره يې یو شمېر پروګرامونه عملي شي.
مشعل زیاتوي، يواځې په كابل كې د ښځو ونډه مهمه نه ده، بلكې په ولایتونو کې هم باید دوی ته د کار کولو اسانتیاوې رامنځته شي: ((تېر كال د كندز ولايت په سقوط كې موږ ددې شاهدان وو چې د ښځو د خونديتوب لپاره هېڅ كوم ميكانيزم په نظر كې نه و نيول شوی، همدا د دې سبب شو چې زياتو ښځو له كار كولو لاس واخيست.))

د رهبرۍ په كچه د ښځو كمه ونډه
د ښځو د حقونو ملاتړو او مدني فعالانو تل د ملي يووالي حكومت په مشرانو نيوکې کړې چې د خپلو كمپاينونو په مهال يې په لوړو پوستونو كې د ښځو د ګمارلو ژمنې کولې، خو اوس مهال يې دغه ژمنې نه دي عملي کړې.
د افغان ښځو شبكې چارواكي وايي، په لوړو پوسټوڼو کې يې د ښځو د شمېر د زياتوالي لپاره د كمپاينونو په مهال د جمهوري رياست له كانديدانو سره ليدلي وو او يو غوښتنليك ېې هم دوی ته سپارلی وو چې په حكومت كې د ښځو ونډه په نظر كې ونيسي او د ښځو اړوند موضوعاتو ته جدي پاملرنه وكړي.
د افغان ښځو د شبكې د همغږۍ د برخې مسووله روشن مشعل وايي چې د جمهوري رياست دواړو كانديدانو دا غوښتنلیک لاسلیک کړی، خو تر اوسه يوه هم دغه ژمنې نه دي عملي کړې: ((زموږ په ټولنه كې لا هم د نارينهوو واک دی ځكه د يوه نارينه چارواكي نيمګرټياوو ته ډېر لږ د انتقاد ګوته نيول كېږي، خو ښځېنه چارواكې تل له دې نيوكو سره مخ وي.))
له بل لوري د مركزي احصايې ادارې مسلكي مرستيال حسيب موحد د ښځو د تحصيلي ســويېكــمــوالــی او په هــغــوی كې د كــاري ظرفيتونو ټيټوالی د رهبرۍ په كچه د ښځو د شمېر د كموالي اساسي علت بولي: ((له ۵۰ فيصده زياتې هغه ښځې چې د رهبرۍ په پوستونو كې كار كوي، د لسانس په سويه دي، د دوكتورا او ماسټرۍ په سويه ډېرې لږ ښځې په رهبرۍ كې قرار لري.))
نوموړی زیاتوي: ((د دولت په چوكاټ كې د كاركوونكو له مجموعي شمېر څخه ۴۵۰۰ تنه د دوكتورا په سويه دي چې ۲۰ تنه يې ښځې دي او ۷۱۵ ښځې د ماسټرۍ په سويه دي نو كه چېرې وغواړو د رهبرۍ په كچه د ښځو ونډه زياته كړو، بايد د هغوی د تحصيلي سويې او ظرفيتونو د لوړولو لپاره عملي كار وکړو.))
د موحد په خبره، تجربه، مهارتونه او رښتينولي هم د رهبرۍ په پوستونو كې د كار كولو لپاره معيارونه دي، خو اوسمهال زياتره ښځې او نارينه چې د رهبرۍ په پوستونو كې كار كوي، د لسانس په سويه دي او دا وړتياوې نه لري.
حسيب موحد ټینګار کوي چې په افغانستان كې وړاندوينې له ټولنې د يوه دقيق تحليل پر بنسټ نه کېږي ځکه نو اهدافو ته رسېدل هم ستونزمن شوي دي.
د مركزي احصايې د ادارې د شمېرو له مخې په وروستيو څو كلونو كې د رهبرۍ په كچه د ښځو ونډه ۹ اعشاريه ۳ فيصده وه، خو اوس ۱۰ اعشاريه ۷ فيصده ده او ۱ فيصد زياتوالی په کې راغلی.
د بشري حقونو خپلواك كمسيون د ښځو د ملاتړ او پراختيا د برخې كمشنره ثريا صبحرنګ هم وايي، د تصميم نيولو په كچه د ښځو ونډه د ۱۳۹۴ كال په پرتله زیاته شوې ده: ((په ځينو بنسټونو كې ښځې ويندويانې دي، د جمهور رييس او اجراييه رييس د مشاورينو په توګه هم دنده ترسره كوي.))

د ولایتونو ښځې هېرې شوې
که څه هم په ښارونو کې د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې ډېر کارونه شوي دي، خو په ولایتونو کې بیا په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او لا هم کلیوالې ښځې له نا امنۍ، د قانون نه حاکمیت، جبري ودونو، ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې له کموالي سره مخ دي.
دغه ستونزې تر ډېره د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې دي او له همدې کبله ډېری وخت پر حکومت نیوکې هم کېږي چې د ښځو په تړاو ډېری پروژې يې په مرکزي سيمو او ښارونو کې پلې کړې دي او د لرې پرتو سيمو ښځو ته يې کومه ګټه نه ده رسېدلې.
د افغان ښځو شبكې چارواكي وايي، د ښځو اړوند کــارونــه تر ډېــره پــه مــرکــز کې ترســره شوي، خو د بشري حــقـونو کمسيون غړې ثريا صبحرنګ بيا نه مني چې د ښځو اړوند کارونه دې یوازې مرکز کې شوي وي یا دې هم د ښاري ښځو لپاره شوي وي: ((كله چې د ښځو د ملاتړ لپاره يو قانون جوړېږي، نو د ښاري ښځو تر څنګ د هغې ښځې په ژوند كې هم بدلون راولي چې د پامير د غرونو په لمن كې ژوند كوي.))
له بل لوري د ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو اړوند ټولو طرحو او پاليسيو كې ښځې په عمومي ډول په نظر كې نيول كېږي، خو د بودجې نشت يې د عملي کېدو په وړاندې اساسي خنډ دی. د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، نپوا يا د افغانو ښځو لپاره د ملي پراختيا پلان چې د ښځو د ملاتړ لپاره د هېواد په كچه تر ټولو لوی پلان دی، په ۲۰۰۸ كال كې پراختيا موندلې او اړوندو ادارو ته د هغوی مسووليتونه سپارل شوي دي، خو له دې کبله چې بودجه ورته نه ده ځانګړې شوې عملي شوي هم نه دي.

ستونزې
که څه هم تېره یوه نيمه لسيزه کې د ښځو د حقونو د خونديتوب او د ژوند د بدلون په برخه کې ډېرې پروژې پلې شوې او ډېرې پیسې مصرف شوې، خو لا هم د ښځو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی او د دوی په وړاندې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.
د بشري حــقــونو خــپلــواك كمسيون د ښځو د ملاتړ او پــراخــتيا د بــرخې كمشنره ډاكټر ثريا صبحرنګ وايي، له ۹۵ فيصده زيات تاوتريخوالی په كور دننه ترسره کېږي چې د هغې له منځه ۶۵ په سلو کې د خاوند له لوري د خپلې ښځې په وړاندې ترسره کېږي: ((کور خصوصي حريم بلل کېږي او بل چاته د مداخلې حق هم نه ورکول کېږي.))
نوموړې زياتوي، هغه شرعي وثيقې يا سندونه چې هر وګړی په ځانګړي ډول ښځې يې باید د خپلو حقونو د خونديتوب لپاره ولري، نه يې لري.
نوموړې زیاتوي، ډېری افغان ښځې پېژندپاڼه او نکاح خط هم نه لري او هویت يې تثبيت نه وي: ((د نكاحخط اخستل بايد جبري شي او كوم ملا امام چې نكاح ثبتوي بايد د حج او اوقافو وزارت له خوا قانوني اجازهلیک ولري.))
په مشرانو جرګه كې د ښځو، بشري حقونو او مدني ټولنې د كمسيون مشره فوزيه كوفي كه څه هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوع یوه نړیواله ستونزه ګڼي، خو ټینګار کوي چې په هېواد کې قانون په سم ډول نه پلی کېږي، له همدې کبله هر څوک د ښځو په وړاندې جرمونه ترسره کوي او وېره نه لري.
دا چې ولې په دومره وخت کې افغان حکومت ونه توانېد چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي فوزيه کوفي یې په اړه وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوع ته په ملي کچه د یوې مهمې موضوع په توګه نه کتل کېږي، بلکې هر څوک يې د یوه شعار او سمبول په توګه کاروي: ((د ذهنيتونو د بدلون لپاره په هغه اندازه چې بايد د ارشاد حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او نورو اړوندو وزارتونو له لوري کار ترسره شي، نه دی ترسره شوی خو بیا هم راتلونکي ته هیله من یو.))

لاسته راوړنې
د افغان ښځو په ژوند کې له ګڼو ستونزه سره سره، هغه بنسټونه چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي، ادعا لري چې د نورو کلونو په څېر یې سږ کال هم ګڼې لاستې راوړنې لرلې.
د بشري حقونو خپلواك كمسيون د ښځو د ملاتړ او پراختيا د برخې كمشنره ثريا صبحرنګ روان کال د دغه کمسیون له لاسته راوړنو یادونه کوي. نوموړې وايي، د بهرنيو چارو په وزارت كې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو (سيدا) په كنوانسيون كار روان دی، د ۱۳۲۵ پړېكړه ليك د عمل پلان جوړ شو، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنيوي قانون پاس شو، تر دې وړاندې د ناموسي وژنو په اړه خبرې کول هم منع و، خو نن دغه عمل د یوه جرم په توګه د سزا په کود کې شامل شو، دا د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې لويې لاسته راوړنې دي: ((په ستره محكمه كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د رسېدنې لپاره دیوان او ځانګړې محکمې رامنځته شوې دي او په لویه څارنوالۍ کې هم د ښځو اړوند پېښو ته د رسېدنې لپاره ځانګړې څارنوالي رامنځته شوې. ددې تر څنګ په ولایتونو کې ځانګړې محکمې او څارنوالۍ جوړې شوې دي.))
له بل لوري د ښځو چارو وزارت وايي چې د ښــځو د ســتونــزو د کمولو او د دوی د غږ اورېدو لپاره يې په کابينه او ټولو ولایتونو کې کې د جنډر کمېټې رامنځته کړې دي چې د ټول هېواد په كچه د ښځو دمهمو او حياتي چارو پرېکړې په همدې کمېټو کې کېږي.
د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردگ وايي، د دې تر څنګ د پروموټ پروژې په ملاتړ يې د ملكي خدماتو په ادارو كې د ښځو د وضعيت په اړه یو راپور جوړ کړ او ټولې هغه ستونزې يې چې په ادارو کې د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډ کېږي وارزولې.
نوموړې زیاتوي، وروسته يې ټول هغه بنسټونه چې د دغه ستونزو د حلولو مسوولیت لري یو کنفرانس ته راوبلل او په ستونزو يې ورسره بحث وکړ.
وردگ زیــاتـــوي، د تاوتــريخــوالـي د منــعې مـلي ستراتيژي يې معرفي کړه او له ټولو سكتوري وزارتونو سره په ګډه يې د دې سترا تيژۍ د عملي كېدو پلان جوړ كړ. نوموړې ټینګار کوي چې اوس اړوندې ادارې مسوولیت لري چې د عملي کېدو لپاره يې بودجه په پام کې ونیسي: ((د جمهوري رياست او وزيرانو شورا له خوا د هغو پلانونو ملاتړ شوی او په تړاو يې مصوبې هم صادرې شوې چې ولایتونو ته مو له سفرونو وروسته جوړ کړل.))
وردگ زیاتوي، د عالمانو په شورا كې د ښځو د غړيتوب په اړه هم کارونه دوام لري او د ښځو يو لس کسيز لېست چې د شرعياتو په پوهنځي كې يې زدهكړې كړې د عالمانو په شورا كې د غړيتوب په هدف جوړ او جمهوري رياست ته وړاندې شوی. له بل لوري د مشرانو جرګې د ښځو، بشري حقونو او مدني ټولنې د كمسيون مشره فوزيه کوفي د ښځو او ماشومانو د آزارولو د مخنيوي قانون جوړول د دې كمسيون د روان کال ستره لاسته راوړنه یادوي او وايي هیله لري چې ډېر ژر د جمهور رييس له لوري هم توشیح شي، څو يې د عملي کېدو لپاره هم پروګرامونه پلې شي: ((په دې سربېره مو له امنیتي چارواکو سره جلسې لرلې او له دوی مو د هغو پېښو په تړاو پوښتنې کړې دي چې په هغه کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی شوی.))

راتلونكي پلانونه
که څه هم حکومتي ادارې او د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه ادعا لري چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ډېر کار شوی، خو اوس مهال هم ورځ په ورځ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیاتېږي، له همدې کبله په جدي ډول د نورو پروګرامونو د پلي کېدو اړتیا هم لیدل کېږي.
د راتلونکي لپاره د ښځو چارو وزارت هم یو شمېر پلانونه لري، د ښځو چارو وزارت مرستیاله د دې وزارت د تشکیل بدلول د دغه وزارت د راتلونکو پالیسو د پلي کولو لپاره ګټور ګڼي. نوموړې ټینګار لري چې په پالیسیو او پلانونو کې باید د کلیو او بانډو د ښځو ستونزې، هیلې او غږونه ونغاړل شي، خو د نوموړې په خبره اوس مهال پالیسۍ کابل کې د مېزونو تر شا جوړېږي: ((دا بهير بايد بدلون ومومي او د كليو او بانډو د ښځو د نظرياتو پر بنسټ باید پلانونه او پاليسي ګانې جوړې كړو، څو د ښځو اساسي اړتیاوې په نظر کې ونیول شي، موږ په نوي تشکیل کې د نظارت برخې متخصصين لرو.)) له بل لوري د ښځو چارو په وزارت کې د یوه ځانګړې ډېټابېس نشت لویه ستونزه يادېږي او له کبله يې ځينې پېښې څو ځله ثبتېږي، خو دغه وزارت ټینګار لري چې راتلونکي کال کې به د نړیوالې ټولنې په مرسته دغه ستونزه حل کړي.
د وردگ په خبره، دغه راز به د نپوا پلان په عملي کېدو سره عدالت ته د ښځو لاسرسی ډېر شي او بودجه به ورته ځانګړې شي: ((د ولایتونو پلانونه به ولسوالیو ته هم وغځېږي، څو په عملي بڼه ښځو ته خدمات وړاندې شي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA