د بلجيم پايتخت بروکسل کې پرون د چاودنې له كبله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د بروکسل پوليسو ويلي، تر چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد، چې تراوسه يې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.
ژغورونکو ټپيان روغتون ته لېږدولي او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
په بلجيم کې تېر کال په يو لړ ترهګريزو بريدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې مسووليت يې داعش وسله والې ډلې منلى و.