چارواكي وايي، دهلمند په ناوې او کجکي ولسواليو کې ۱۸تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايې عملياتو کې اوښتې ده.
سرچينه وايي، چې د يادو عملياتو پر مهال په کجکي ولسوالۍ کې د هيروينو پنځه لويې کارخانې هم له منځه وړل شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په يادو کارخانو کې۱۱عرادې موټر سايکلونه، سلګونه بوشکې تېزاب،۷۰۰ کيلو ګرامه سوډيم ،۱۴۲ کيلو ګرامه ترياک، ۱۳۰۰ کيلو ګرامه مورفين،۱۰ بوشکې کيمياوي مواد او۱۵۰ کيلو ګرامه امونيم کلورايډ له منځه وړل شوې دي .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .