د سوريې حکومتي ځواکونو ادعا کړې، چې د اسراييلو يوه جنګي جېټ الوتکه يې نسکوره کړې او بلې هغې ته يې سخت زيان اړولى دى.
بل خوا اسراييلي حکومت وايي، چې د جمعې په سهار يې په سوريه کې د حزب الله ډلې يو شمېر مرکزونه بمبار کړي او الوتکې يې بېرته خپلو هوايي ډګرونو کې ښكته شوې دي.
اسراييلو ويلي، د بريدونو هدف يې د حزب الله په ګډون د يو شمېر وسله والو ډلو د مرکزونو په نښه کول وو، خو سوريايي حکومت بيا ويلي، چې اسراييلي الوتکو پالميرا ښار کې يو پوځي مرکز په نښه کړى دى.
سوريه وايي، چې د اسراييلو په دې کار سره به په سيمه کې داعش نور هم پياوړى شي، خو د اسراييلو د دفاع وزارت په خبره، د سوريې له خاورې پر اسراييلو د حزب الله تر راکټي بريدونو وروسته دوى هم ځوابي بريدونه کړي دي.