ads

زده کوونکې نجونې له ناامنیو ځورېږي

د لغمان ولایت یو شمېر اوسیدونکې او مدني فعــالانې انــدیـــښـنه لري، چــې د دې ولایــت نجونې د ناامنیو او ناوړه دودونو له کبله ثانوي زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

نویسنده: sarwan
28 کب 1395
زده کوونکې نجونې له ناامنیو ځورېږي

د لغمان ولایت یو شمېر اوسیدونکې او مدني فعــالانې انــدیـــښـنه لري، چــې د دې ولایــت نجونې د ناامنیو او ناوړه دودونو له کبله ثانوي زده کړو ته زړه نه ښه کوي.
دوی وايي نامنۍ او جګړې د دې سبب شوې چې په دغه ولایت کې په کم شمېر نجونې تر پنځم او شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړي او تر هغه وروسته ښوونځیو ته لاړې نه شي.
دوی خبرداری ورکوي که دې ستونزو ته پاملرنه ونه شي، دغه ولایت به په راتلونکو کلونو کې هم د ښځو د کادرونو له کمښت سره مخ وي او په ټوليز ډول به په دغه ولایت کې د بې سوادۍ په کچه کې هم کمښت رانه شي.
د لغمان ولایت یوې مدني فعالې برشنا صافۍ کلید ته وویل، د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ناامنۍ ډېرې دي، له دغه وضعیت د نجونو ښوونيز بهیر اغېزمن شوی او ډېری نجونې زړه نه ښه کوي چې د ښوونځي په لوړو ټولګیو کې زده کړې وکړي.
نوموړې زیاتوي، په ولسوالیو کې تر شپږم پورته ټولګي فعال نه دي او اسانتیاوې يې نشته.
د برشنا په خبره، د نجونو په ښوونځیو کې د نارينه ښوونکو ګمارنه بله هغه ستونزه ده چې له کبله يې ډېری نجونې زړه نه ښه کوي یا هم له کورنیو اجازه نه ورکول کېږي چې زده کړې وکړي او دغه ښوونځیو ته لاړې شي: ((په لغمان ولایت کې خویندې له بېلا بېلو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي، په دغه ولایت کې د نــاامنــیو له کبله د نجونو ډېری ښوونځي تړلي دي، په ولسوالیو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اسانــتیاوې نشـــتــه، له بل لوري سيمه ييز دودونه هم ددې سبب شوي چې نجونې ثانوي زده کړو ته پرېنښودل شي.))
له بل لوري د لغمان ولایت یوه اوسیدونکي ګلاب خان کلید ته وویل، چې ښوونځیو ته د نجونو د نه تللو مهم سبب ناامني ده. نوموړي زیاته کړه، چې د جګړو پر وخت دوی نه شي کولی؛ خپلې لوڼې له کوره د باندې ښوونځیو ته ولیږي: ((په لغما ن کې تر ټولو لویه ستونزه د امنیت نشت دی، طبعاً هېڅوک ددې طرفدار نه دي چې نجونې دې يې ښوونځی ونه لولي او لوستې دې نه وي، خو که چېرې امنیتي ستونزې وي، کورنۍ د وېرې له کبله نه حاضرېږي چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته ولېږي.))
په همدې حال کې د لغمان د مرکز یو بل اوسیدونکی عبدالعزیز هیله لري چې لوڼې يې زده کړې وي، خو لومړی د امنیت نشت او دویم دا چې ښوونځیو کې نارينه ښوونکي تدريس کوي، نه شي کولای خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي: ((دا مې هیله او ارمان وو چې لوڼې مې زده کړې وکړي، خو دې ستونزو زما د هیلو د پوره کېدو مخه ونیوله.))
له بل لوري د لغمان د پوهنې ریاست هم یادې ستونزې مني خو ټینګار کوي چې د دغه ستونزو د اواري لپاره يې هڅې روانې دي.
د پوهنې رییس محمد حضرت مجددي کلید ته وویل، د نجونو ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې نارینه ښوونکي دي، خو دغه ښوونکي د پاخه عمر لرونکي او سپين ږيري دي.
نــوموړي زیاته کړه، د ښځــيــنه ښوونــکو له کمښت سره مخ دي او نه شي کولای د لوړو ټولګیو لپاره ښځينه ښوونکې ومومي.
نوموړي ومنله، چې یو شمېر سيمو کې د ناامنیو له کبله د نجونو ښوونځي تړلي دي: ((لومړۍ او جدي ستونزه مو د تشکیل کمښت دی، له بده مرغه ښځې په ښوونځیو کې تدريس ته زړه نه ښه کوي، له همدې کبله اړ شوو چې د نجونو ښوونځیو ته سپين ږيري نارينه ښوونکي استخدام کړو، ناامني بله جدي ستونزه ده.))
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د لغمان ولایت د ولسوالیو تر څنګ د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار امنیتي حالت هم خراب شوی او ښاريان يې اندېښنه ښيي چې هسې نه په ښار دننه هم ونه شي کولای خپلې لوڼې او خويندې ښوونځيو ته ولېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA