ads

د حقیقت موندل یا پټول

په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون وروستي ډله ييز بريد چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي. كه څه هم حکومت د دغه پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وګوماره او دغه پلاوي د خپلو څېړنو پایلې هم اعلان کړې خو هغه پوښتنې ځواب نه شوې چې د دغه برید په تړاو له خلکو سره دي.

نویسنده: sarwan
28 کب 1395
د حقیقت موندل یا پټول

په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون وروستي ډله ييز بريد چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي. كه څه هم حکومت د دغه پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وګوماره او دغه پلاوي د خپلو څېړنو پایلې هم اعلان کړې خو هغه پوښتنې ځواب نه شوې چې د دغه برید په تړاو له خلکو سره دي.
د دغه پېښې د څېړونکي پلاوي مشر او د ملي دفاع وزارت مرستیال هلال الدين هلال د چهارشنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل چې د ياد بريد په تړاو څلور ويشت تنه شكمن كسان نيول شوي چې د ياد روغتون امنيتي، كشفي او اداري كسان په كې شامل دي او په وينا يې د جنرالانو تر كچې پورې تورن کسان نيول شوي دي.
هغه زياته كړه چې بريد كوونكي په وسلو، لاسي بمونو او برچو سمبال وو چې په روغتون كې يې په ډاكټرانو، ناروغانو او د روغتون په كاركوونكو بريدونه كول.
هلال ټينګار وکړ چې په روغتون كې له وړاندې چاوديدونكي توكي نه وو ځاى پر ځاى شوي او په هماغه ورځ چې بريد وشو يو موټر چې جعلي پلېټ يې درلود له پنځو تنو بريدكوونكو سره د امنيتي كسانو د غفلت له كبله روغتون ته ننوتلی دى.
د روانې کب میاشتې په ۱۸مه نېټه د کابل پر سردار محمد داوودخان روغتون د پنځو تنو بريدکوونکو له لوري ډله ييز برید ترسره شو. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.
د کابل په زړه کې داسې یوه روغتون ته له وسلو او مهماتو سره لار موندل چې سخت امنیتي تدابیر لري او هر ورتلونکی کس باید له څو امنیتی کمربندونو تېر شي، ګڼې پوښتنې پيدا کړې دي.
پوښتنه دا ده چې ۵ تنه بريد کوونکي چې وسلې او مهمات هم ورسره وو، څه ډول وکولای شول له دومره سختو امنيتي تدابیرو تېر شي او د روغتون دننه ته ځان ورسوي.
یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، په نظام کې د حکومت د وسلهوالو مخالفينو او د ګاونډیو هېوادونو جاسوسان ځای پر ځای دي او د دغه بريدونو په سمبالولو کې همدا کسان له بريدکوونکو سره مرسته کوي.
تر ټولو بده يې لا دا چې دا دویم ځل دی چې په سردار محمد داوود خان روغتون بريد کېږي او دا ځل تر هغې هم خونړی او سخت برید.
پــر دغــه روغـتـون پــه ۱۳۹۰ لمریز کال کې هم ځانمرګی بريد شوی و چې په کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه ټپیان شوي وو.
کله چې په یو بنسټ وړاندې هم بريد شوی وي او هره شېبه دا خطر هم احساسېږي چې دغه ډول بريد کېږي، ولې د روغتون لپاره وړ امنيتي تدابیر نه نیول کېږي.
له بل لوري خلک د دغه پېښې د څېړونکي پلاوي په څرګندونو هم شک لري او وايي، دغه پلاوي نه هغه ډول څېړنه وکړه چې د خلکو هیله وه او نه هم ټول هغه څه له خلکو سره شريک شول چې د دغه برید تر شا پټ دي. د خلکو په خبره، حکومت د هغو کسانو د افشا کولو وس نه لري چې په دغه ډول بريدونو کې د حکومت له وسلهوالو مخالفينو سره مرسته کوي. دوی وايي، هغه کسان چې په دغه ډول بريدونو کې له وسله والو سره همکاري کوي، همدغه ډول د دغه پېښې د څېړلو مخه هم نيسي.
خو خلک نور د دغه ډول پېښو له زغملو ستړي شوي او له حکومت په جدي ډول غوښتنه کوي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره نوې امنیتي پاليسۍ او پروګرامونه جوړ کړي او په راتلونکي کې د دغه ډول بريدونو مخه ونيسي.
څرګنده ده چې دا به په دغه ډول مهمو بنسټونو د حکومت د وسلهوالو مخالفینو نه لومړی او نه هم وروستی بريد وي، له همدې کبله حکومت ته ښايي چې په امنیتي ادارو کې د حکومت د وسلهوالو مخالفينو او د سيمې د استخباراتو د نفوذي کسانو مخه ونيسي او دغه مهمې ادارې له دغه ډول عناصرو پاکې کړي.
دا هم ښايي چې حکومت د دې پېښې جدي څېړنه وکړي او په دې څېړنو کې د عصري څېړنو وسایل وکاروي، ځکه دا یوه ساده پېښه نه ده او دا اندېښنه رامنځته کولای شي چې د شته خلاوو په موجودیت کې نورې ناوړې پېښې هم رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA